د اوکراین ولسمشر پېترو پروشینکو د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پامپیو سره د دواړو هېوادونو د امنیتي او دفاعي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
د اوکراین د ولسمشر له مطبوعاتي دفتره د جون په دوهمه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دواړو مشرانو تر منځ دا خبرې د ټیلیفون له لارې ترسره شوې دي.
د خبرپاڼې په حواله، پروشینکو د امریکا د بهرنیو چارو له وزیره مننه کړې چې د جیفلین په نوم د ټانک ضد راکټي سیسټم یې ورکړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په مارچ میاشت کې پرېکړه وکړه چې دا سیسټم په 47 ملیون ډالرو پر اوکراین خرڅ کړي.
د اوکرایین ولسمشر همدا راز پر روسیه د بندیزونو پر دوام ټینګار کړی دی.
روس په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د کرایمیا ټاپو وزمه په زور له اوکراینه جلا او له ځان سره و نښلوله. پر روسیې همدا راز تور دی چې د اوکرایین په ختیځ کې دبېلتون غوښتونکو ملاتړ کوي