د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ غواړي چې په ۲۰۱۹م کال کې د روس له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په سپینه ماڼۍ کې وګوري.
د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت سلاکار، جان بولتن وویل، دواړه ولسمشران به تر هغه وروسته سره وګوري چې د عدلیې وزارت په ۲۰۱۶م کال کې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د روس د لاسوهنې په اړه خپله څېړنه مکمل کړي.
بولتن د چارشنبې په ورځ دا خبره یوه اعلامیه کې کړې ده.
روس په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
د روس او امریکا ولسمشرانو نږدې دوه اونۍ مخکې د فنلنډ په سرمشریزه کې سره کتلي و.