د لاسرسي ځای

تازه خبر

روحاني: د ټرمپ تشو دړکو ته ځواب نه وایم


د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي، هغه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تشو دړکو ته د ځواب ویلو هېڅ اړتیا نه احساسوي.

د ایران ایرنا خبري اژانس نن د جولای په ۲۵مه ویلي، ولسمشر روحاني چې کله د ولسمشر ټرمپ بیانونه بې بنیاده وګرځول نو تر هغه وروسته یې د کابیني غونډې ته وینا وه چې دوی د چا بې بیناده بیانونو په اړه ځواب ته هېڅ ضرورت نه لري. روحاني وویل، "موږ به په عمل کې ځواب ورکوو. " ولسمشر روحاني دا خبرې د امریکا ولسمشر ټرمپ د جولای پر ۲۲مه د هغه ټویټ په ځواب کې کړې چې پکې ولسمشر ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی وو چې باید امریکا ته بیا دړکې ور نه کړي ګنې له داسې نتیجو سره به مخامخ شي چې پخوا یې بېلګه نه وي لیدل شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG