د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډاکتران: نواز شریف دې زغرده روغتون ته یووړل شي


د مسلم ليګ نواز ډلې رهبر نوازشريف
د مسلم ليګ نواز ډلې رهبر نوازشريف

د پاکستان مطبوعات وايي چې د مسلم ليګ نواز ډلې رهبر نوازشريف د اتوار پر ورځ په اډياله زندان کې ناروغه شوی او ډاکټرانو په هسپتال کې د هغه د داخلولو سپارښتنه کړې ده.

ډان او جيو نيوز ويب پاڼې وايي چې د جنرال ريټايرډ اظهر کياني په مشرۍ کې د ډاکټرانو يوې ډلې په اډیاله جيل کې د نوازشريف معاينه کړې او د هغه يې په سمدستي توګه په هسپتال کې د داخلولو سپارښتنه کړې ده.

پاکستاني ولسمشر ممنون حسېن هم د دغه هېواد لنډمهالي لومړي وزیر ته ږغ کړی چې د پخواني وزیر اعظم نواز شریف صحت اندېښمن کړی دی او حکومت ته پکار ده چې د هغه د درملنې بندوبست وکړي.

ډاڼ ورځپاڼه وايي چې د زندان يوه چارواکي ورته ويلي، د نواز شريف په بدن کې اوبه کمې شوې او په وينه کې د متيازو مقدار زياتېدو له وجې د زړه رفتار ورو شوی او ښايي د دې له کبله د هغه پر ګردو هم ناوړه اثر وشي.

نوازشريف، د هغه لور مريم نواز او زوم کېيټن صفدر ته د کرپشن په مقدمه کې د احتساب عدالت د بند سزا اورولې وه خو دوی دا تورونه ردوي.

نور ولولئ

پرويز رشيد: په اډیاله جېل کې مو نواز شریف ته نه پرېږدي

نواز شریف: په ټاکنو کې پر غړیو د نه ګډون کولو لپاره فشار اچول کېږي

XS
SM
MD
LG