د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف او لور یې زندان ته یووړل شول


نواز شريف په ابوظبۍ کې په جهاز کې خبرې کوي
نواز شريف په ابوظبۍ کې په جهاز کې خبرې کوي

پراګ - د پاکستان احتساب ادارې (نیب) چارواکو د جولای پر ۱۳مه، شپې مهال پخوانی وزیراعظم نواز شریف او د هغه لور د راولپېنډۍ اډیالې زندان ته یوړل.

احتساب عدالت د جولای پر شپږمه په لندن کې د کورونو (اپارتمانونو) اخیستو یوې قضیې پر سر د مسلم لیګ (ن) رهبر نواز شریف ته د ۱۰ کلونو د بند سزا واوروله.

نواز شريف او د هغه لور مريم نواز په لندن کې خبري کانفرس کوي
نواز شريف او د هغه لور مريم نواز په لندن کې خبري کانفرس کوي

همدې عدالت مریم نواز ته د خپل پلار د مرستې په تور د اووه کلونو او د هغې خاوند محمد صفدر ته د یو کال قید سزا اورولې.

محمد صفدر د جولای پر اتمه یو لاریون وویست او بیا یې په پېنډۍ کې ځان پولیسو ته وسپاره.

د عدالت تر پرېکړې سمدستي وروسته نواز شریف او مریم په لندن کې خبریالانو ته ویلي ول چې له زندانه نه وېرېږي او هېواد ته ستنېږي.

نواز شریف له خپلې لور سره د خپلې ښځې کلثوم نواز پوښتنې ته لندن ته تللی وو چې اوسمهال په روغتون کې ده.

د جولای پر ۱۳مه دواړه پلار و لور له ابوظبۍ څخه لاهور ته روان شول او د شپې مهال علامه اقبال هوايي ډګر ته ورسېدل.

په عین وخت کې د شریف ورور او د مسلم لیګ (ن) مشر شهباز شریف له ګوندي غړو او ملاتړیو سره یو ځای د هوايي ډګر لوري ته لاریون ایستی دی.

په لاهور کې د مسلم ليګ پلويانو مظاهري هم کړي
په لاهور کې د مسلم ليګ پلويانو مظاهري هم کړي

د ښار د پولیسو چارواکو رسنیو ته ویلي چې د هوايي ډګر او لاهور په بېلا بېلو سیمو کې یې ۱۰ زره پولیسان ځای پر ځای کړي دي.

د پاکستان رسنۍ وايي، د ښار په ځېنو سیمو کې د مسلم لیګ (ن) د پلویانو او پولیسو تر منځ تاوتریخوالی هم شوی دی او د ګوند مشران وايي، په سلګونه غړي نیول شوي دي.

نواز شریف او لور یې زندان ته یووړل شول
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:57 0:00

د پاکستان وفاقي تحقیقاتي ادارې (اېف ای اې) چارواکو لاهور ته په رسېدو له نواز شریف او مریم نواز څخه پاسپورټونه واخیستل، هغوی یې ونیول او په بله الوتکه کې یې کښېنول چې د اسلام اباد لوري ته روانه شوه.

د اسلام اباد نوي هوايي ډګر ته په رسېدو، پلار و لور دواړه په ګاډو کې زندان ته یوړل شول.

نواز شريف او د هغه لور مريم نواز د ابوظبۍ هوايي ډګر کې ناست دي
نواز شريف او د هغه لور مريم نواز د ابوظبۍ هوايي ډګر کې ناست دي

نواز شریف د جولای پر شپږمه د عدالت پر پرېکړې انتقاد وکړ او پلار و لور دواړو ویلي دي چې د احتساب عدالت د پرېکړې ضد به اعلا عدالتونو ته ځي.

XS
SM
MD
LG