د پاکستان پخواني وزیراعظم نواز شریف په لندن کې میډیا ته ویلي د ده ګوند مسلم لیګ (ن) به څوک دی ته پرې نږدې چې د انتخاباتو نتیجې بدلې کړي.
هغه وویل، "دې د الېکشن کمېشن دې فېصلې حېرانه کړې دې چې پوځیان به پولنګ مرکزونو ته لیږل کېږي."
نوموړي وايي،"که د یو ګوند خلاف په باقاعده توګه څه مهم روان دې او په باقاعده توګه د انتخاباتو نه لرې کولو هڅې روانې دي نو دغه ګوند مسلم لیګ (ن) دی."
نواز شریف زیاتوي "چې تاسو ماته دا ووایي چې دا هر څه د کوم بل ګوند خلاف هم روان دي که یوازې د مسلم لیګ (ن) خلاف دي."
نواز شریف دا هم وویل د ګوند غړیو ته یې بدلې انتخاباتي نښي ورکړل شوي دي او پر ځینو غړیو یې په انتخاباتو کې د برخې نه اخېستلو لپاره فشار اچول کېږي.
نواز شریف او لور مریم نواز وړاندې ویلي وو، چې د راروانې جمعې په ورځ به پاکستان ته ستنېږي.