د لاسرسي ځای

تازه خبر

پرويز رشيد: په اډیاله جېل کې مو نواز شریف ته نه پرېږدي


د نواز شریف یوې ملاتړې د هغه تصویر له خپلې سینې سره نیولی دی
د نواز شریف یوې ملاتړې د هغه تصویر له خپلې سینې سره نیولی دی

د پاکستان مسلم لېګ (ن) ګوند غړي وايي په اډياله جېل کې بندي نواز شريف ته د دوی غوښتنې باوجود هم له هغه سره ملاقات ته نه پرېښودل کېږي.

د دې ګوند يو مشر غړي، پروېز رشيد د جولای په ۱۹مه د اډياله جېل په مخکې خبريالانو ته وويل چې نواز شريف يې په يوازيتوب کې ساتل شوی او سهولتونه نه ورکول کېږي.

احتساب عدالت د درغليو په يوه مقدمه کې نواز شریف ته ۱۰ کلونو، د هغه لور مريم نواز ته اووه کاله او زوم کېپټن محمد صفدر ته يو کال د بند سزا اورولې دي.

دوی ټول دا تورونه ردوي او د ځان خلاف يې سازش بولي.

مريم نواز به له اډياله جېله بېل زندانه ته منتقلېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG