د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالتونه دې ژر د ورکو کسانو مقدمې فیصله کړي: میا ثاقب نثار


بلوڅان وايي، زرګونه کسان یې ورک دي
بلوڅان وايي، زرګونه کسان یې ورک دي

پراګ - د پاکستان سپریم کورټ مشر قاضي امر کړی دی چې د ورکو کسانو مقدمې دې ژر تر ژره فیصله شي.

میا ثاقب نثار د جون پر ۲۳مه د سیند په لاړکانې کې له قاضیانو او وکیلانو سره د لیدو پر وخت له هغوی پوښتنه وکړه چې د ورکو کسانو د مقدمو په اړه څه کوي؟

ده پر قاضیانو غږ وکړ چې د ورکو کسانو مقدمې دې ژر فیصله کړي ځکه چې له دې کبله عدالتي نظام له شرمندګۍ سره مخامخ دی.

نثار په لاړکانې کې یوې بلې غونډې ته په وینا کې وویل: ((تر اوسه چې ما څومره نوټسونه اخیستي، د هغې مقصد په ولس کې د بنیادي حقونو په اړه پوهاوی پیدا کول او د حقونو تر لاسه کولو لپاره ولس ته موقعې برابرول دي.))

اړوند مطالب:

سیندیانو هم د خپلو ورکو کسانو لپاره احتجاج پیل کړی

پښتون ژغورنې غورځنګ تر۸۰۰۰ زیاتو ورکو کسانو معلومات راغونډ کړي

"د ورکو کسانو په اړه د پلټنیز کمېشن شمېر پوره باوري نه دی"

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن او بېلا بېلې ادارې وايي، په هغه هېواد کې زرګونه کسان ورک دي چې زیاتره یې بلوڅان او پښتانه دي.

په پاکستان کې ټولنې اکثر د خلکو ورکولو ضد مظاهرې کوي
په پاکستان کې ټولنې اکثر د خلکو ورکولو ضد مظاهرې کوي

په مې میاشت کې د اسلام اباد د قایداعظم پوهنتون یو شمېر زده کوونکو احتجاج وکړ او دعوه یې وکړه چې له سینده هم شاوخوا ۱،۲۰۰ کسان ورک دي.

د ورکو کسانو د پېښو لپاره حکومتي پلټنیز کمېشن وايي، په ورکو کسانو کې ډېری خوشې شوي او د ځېنو لا هم هېڅ پته نه لګي.

په پاکستان کې پر امنیتي او استخباراتي ادارو د خلکو د ورکولو تور پورې کېږي خو هغوی تل دا تورونه رد کړي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG