د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ وال پښتانه د اوبو او تعلیم په بدل ووټ ورکوي


د کراچۍ ښار په مشرقي او مغربي برخو کې زیاتره پښتانه اباد دي. له دې ځایونو سیاسي ګوندونو زیاتره پښتانه کاندیدان کړي دي.

د مشرقي کراچۍ استوګن او سماجي کارکن سرور شمال وایي د دوی په سیمه لانډي کې د ۲۰۰۸ کال را وروسته هغه وخت ابادي زیاته شوه چې په قبایلي سیمو کې د ناامنۍ او پوځي عملیاتو روسته ډېرې خلک دغلته دېره شو . شمال وایي د ابادۍ د زیاتوالي له امله په سیمه کې د څښاک د اوبو کمی ورځ تر بلې زیاتیږي. هغه په دغې علاقه کې د سکولونو نشتوالی هم د سیمی د خلکو غټ ضرورت ګڼي. او وایي خلک به هغو چاته ووټ ورکړي چې دې ستونزو ته یې پام وکړي.

"دلته غټه مسله د اوبو ده، دویمه مسله د سکولونو ده. زمونږ په دې علاقه کې په زرګونو خلک اوسیږي خو یو سکول هم پکې نشته. د سکولونو لپاره ځایونه شته خو سکولونه پکې لا هم نه دي جوړ شوي. زما په خیال خلک به هغه چاته ووټ ورکړي چې دا دوه مسلې یې په نظر ونیسي"

شمال وایي په کراچۍ کې په کوهیانو کې مالګینې اوبه راځي نو ځکه د ټولو ښاریانو د اوبو ضرورت د اباسین او د حب ټیم څخه ورغلې ویالې پوره کوي خو په ښار کې د ابادۍ د زیاتیدو او د اوبو د غلا کیدو له وجې اوبه بیخي کمي شوي دي.

ودعا کاکړه په بلدیه ټاون کې اوسیږي او د کراچۍ په پوهنتون کې د قانون په څانګه کې زده کړې کوي. هغه هره ورځ له کوره تر پوهنتونه څلور ساعته سفر کوي.

ودعا وایي هغه چا ته به ووټ ورکوي چې په سیمه کې یې تعلیمي ادارې جوړې کړي.

"زه چې هره ورځ د بلدیه ټاون نه کراچۍ یونیورسټۍ ته ځم نو په تګ راتګ کې مې څلور ګینټې لګیږي.بنارس چې د پښتنو لویه ابادي ده هلته هم کومه لویه تعلیمي اداره نشته.همدا وجه ده چې د کراچۍ د پښتنو څخه ډېر کم کسان یونیورسټیو ته ځي. که نزدې تعلیمي ادارې جوړې شي نو بیا یو تن د اعلی تعلیم سره سره کار هم کولی شي."

زه چې هره ورځ د بلدیه ټاون نه کراچۍ یونیورسټۍ ته ځم نو په تګ راتګ کې مې څلور ګینټې لګیږي.بنارس چې د پښتنو لویه ابادي ده هلته هم کومه لویه تعلیمي اداره نشته

د عوامي نیشنل ګوند د سیند څانګې مشر شاهي سید د کراچۍ د پښتنو له دوه لویو حلقو ۲۵۰ او ۲۳۸ څخه کاندید دی. هغه وایي که ټاکنې وګټې نو د خلکو د اوبو مسلې ته به لمړتوب ورکړي.

"د کراچۍ د پښتنو د ټرانسپورټ،اوبو،نادرا ،پولیسو،کچه ابادۍ او نورې مسلې دي. زه دا ځل د پښتنو د دوه لویو حلقو نه امیدوار یم، د کامیابیدو روسته به ددغې ستونزو حل ته ترجیج ورکړم"

خو په ۲۵۰ حلقه کې د شاهي سید سیال او د پیپلز ګوند نوماند علي احمد بیا وایي که دې ټاکنې وګټې نو د سیمې تعلیم ته به توجه ورکړي.

"ما دلته د پیپلز پارټۍ د ځایي مشر په حیث هم کارونه کړ يدي، سکولونو مې جوړ کړي دي.ماته مالومه ده چې دلته تعلیمي ادارو ته څومره ضرورت دی. که زه یې کامیاب شم نو د سیند له حکومته چې څومره ګټه زه دې علاقې ته راوړی شم بل څوک یې نشي. زما ترجیح د تعلیمي ادارو او هسپتالونو جوړول دي."

له همدې سیمې د صوبایي اسمبلۍ ته ۱۲۰ څوکۍ ته پروین عثمان خټک ازاده کاندیده ده . هغه استازه ده،خو وایي په سیمه کې د تعلیم نشتوالي دې ته وهڅوله چې اسمبلۍته لاړه شي او له دې لارې په خپله سیمه کې تعلیم او په ځانګړې ډول د جینکو د تعلیم لپاره کار وکړي.

"

زه استازه یم.ماته مالومه ده چې هغه سیمې چې پښتانه پکې اوسیږي او هغه سیمی چې نور خلک پکې اوسیږي په تعلیمي ادارو کې یې ډېر فرق دی

. په نورو علاقو کې معیاري تعلیم دی. بل زمونږ په علاقو کې د جینکو لپاره د اعلی تعلیم لپاره ځایونه نشته نو ځکه اکثره جینکۍ د میټرک نه اخوا تعلیم نه کوي. زه د همدې لپاره راغلی یم چې د جینکو د تعلیم لپاره کار وکړم."

په کراچۍ ښار کې د قامي اسمبلۍ ۲۱ او د سیند اسمبلۍ ۴۳ څوکۍ دي. په دې کې د مشرقي او مغربي کراچۍ ترڅنګ ګڼې حلقې داسې دی چې پښتانه پکې په لوي شمیر کې اباد دي.

نور ولولئ

د کراچۍ نوې حلقه بندۍ د پښتنو په ګټه که په تاوان؟​

په کراچۍ کې توده انتخاباتي سیالي​

XS
SM
MD
LG