د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې توده انتخاباتي سیالي


د سیند صوبايي اسمبلۍ
د سیند صوبايي اسمبلۍ

پراګ د جولای پر ۲۵مه د کیدونکو ټاکنو لپاره د پاکستان د نورو برخو غوندې په کراچۍ کې هم د ټاکنو هلې ځلې شورو شوي دي. شنونکي وایي نزدې درې لسیزې وروسته، لومړی ځل دی چې د هېوادمرکزي لوي او واړه ګوندونه د کراچۍ په انتخاباتو کې دلچسپي ښیي.

د ۲۰۱۳ ز کال راهسې په کراچۍ کې د رینجر ځواکونو عملیاتو کې نه یوازې د اېم کیو اېم مرکز ناین زیرو وتړل شو بلکې دغه ګوند په څو برخو ووېشل شو. له تېرې اوږدې مودې راهیسې د کراچۍ ښارد قامي او صوبایي اسمبلۍ زیاتره سیټونه ایم کیو ایم ګټل خو اوس تر کمزوريکېدو پس سږ کال نور ګوندونه په کراچۍ کې د انتخاباتو په هلو ځلو کې زیاته دلچسپي اخلي.

کراچۍ د قامي اسمبلۍ لپاره ۲۱ او د سیند اسمبلۍ ۴۴ چوکۍ (سیټونه) لري. دا ځل بلاول بوټو زرداري او پروېز مشرف هم له کراچۍ څخه کاندیدان دي.

په کراچۍ کې میشت لیکوال او خبریال علي ارقم وایي د ۱۹۸۸ کال راورسته دا لومړۍ ځل دی چې په کراچۍ کې د انتخاباتو لپاره ماحول بدل دی. نوموړی د ایم کیو ایم د تقسمېدو ترڅنګ په کراچۍ کې ترسره شوې نوې حقله بندۍ د دې بدلون لامل ګڼي.

د سیاسي چارو کارپوهه ډاکټر توصیف احمدخان وایي د ۲۰۱۳ په ټاکنو کې په کراچۍ کې تر ټولو زیات ووټونه ایم کیو ایم او په دویم نمبر تحریک انصاف انصاف اخیستي ول خو دا ځل داسې ښکاري چې د کراچۍ ووټونه به د یوه یا دوو ګوندونو ترمنځ نه بلکې د ډېرو ترمنځ ووېشل شی.

''په کراچۍ کې به دا ځل حالات بدل وي. مخکې زیاتره وخت ټاکنې د ایم کیو ایم وسله والو ډلو تر کنټرول لاندې وې.اوس ایم کیو ایم تقسیم شو او د هغه ځای اوس د پاکستان پوځي اسټبلمشنټ ونیولو.''

ډاکتر توصیف د نهې پر ورځ له مشال ریډیو سره په خبرو کې وویل، پوځي اسټبلمشنټ هم هڅه کوي چې د ځینو ګوندونو اتحاد جوړ کړي او په دې توګه له کراچۍ له دوی سره نزدې اړیکي لرونکي خلک اسمبلیو ته ورسوي. د نوموړي په خبره دا ځل د کراچۍ په سیټونو کې پیپلز ګوند، تحریک انصاف، مسلیم لیګ ن او متحده مجلس عمل خپله برخه جوړولی شي.

په کراچۍ کې میشت لیکوال او خبریال علي ارقم وایي د ۱۹۸۸ کال راورسته دا لومړۍ ځل دی چې په کراچۍ کې د انتخاباتو لپاره ماحول بدل دی. نوموړی د ایم کیو ایم د تقسمېدو ترڅنګ په کراچۍ کې ترسره شوې نوې حقله بندۍ د دې بدلون لامل ګڼي.

''دلته چې مخکې کومې حقله بندۍ شوی وې هغه د پروېز مشرف په واکمنۍ کې شوې وې او ټولې د اېم کیو اېم په خوښه جوړې شوې وې. خو اوس نوې حلقه بندۍ شوې دي او په دې کې نورو ګوندونو ته هم دا موقعې په لاس ورغلي دي چې خپل ځانونه ځای کړي.''

علي ارقم زیاتوي، د ایم کیو ایم ګوند مشر الطاف حسین له سږنو ټاکنو بایکاټ اعلان کړی دی او ښایي له دې سره د کراچۍ د اردو ژبو په سیمو کې د رایه ورکونکو شمېر کم وي.

خو ډاکټر توصیف وایي په کراچۍ کې د ایم کیو ایم د کمزوري کېدو ترڅنګ نور بدلونونه هم راغلي دي. د ۲۰۰۸ کال راوروسته د پښتونخوا له ګڼو سیمو د اپرېشنونو او بدامنۍ له وجې ګڼ پښتانه کراچۍ ته کډه شوي دي. او دا هم د کراچۍ د ټاکنو په نتیجو اغېز لرلی شي.

''اوس د ابادۍ له پلوه هم د کراچۍ حالات بدل شوي دي. په کراچۍ کې اوس د سیندیانو، سرایکیانو او پښتنو شمېر ډېر زیات شوی دی.''

د نوموړي په خبره د کراچۍ د پښتنو په سیمو کې د عوامي نېشنل ګوند، تحریک انصاف ځینې نور ګوندونه په اکثریت کې دي. همدا راز د دغه ښار په سیندي او بلوڅ مېشتو سیمو کې پیپلز پارټۍ، په سرایکي او پنجابي مېشتو سیمو کې مسلیم لیګ ن اکثریت لري.

ډاکتر توصیف زیاتوي که له اېم کیو اېم تقسیم شوې ډلې رایوځای شي نو بیا اېم کیو اېم پاکستان او اتحادیان یې هم کولی شي چې له کراچۍ څخه د پام وړ سیټونه په خپل نوم کړي.

XS
SM
MD
LG