د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ نوې حلقه بندۍ د پښتنو په ګټه که په تاوان؟


فایل فوټو
فایل فوټو

د پاکستان ټاکنو کمیشن د ۲۰۱۸ کال لپاره په کراچۍ کې نوې حلقې جوړې کړي دي. د ایم کیو ایم پاکستان ګوند وایي په نوو حلقه بندیو کې ددوي سره زیاتی شوی دی او د اردو ژبو ځینې علاقې د نورو خلکو له سیمو سره په یوه حلقه کې ورګډې شوي دي.

عوامي نیشنل ګوند، پيپلز پارټي او جماعت اسلامي هم په نویو حلقه بندیو نیوکي لري. جماعت اسلامي او عوامي نیشنل ګوند په کراچۍ کې د نوو حلقه بندۍ پر ضد درخواست هم دایر کړی و.

د عوامي نیشنل ګوند د سیند صوبې مشر شاهي سید له مشال ریډیو سره په خبرو کې وویل اوسنۍ حلقه بندۍ د پخوا په نسبت بهترې دي خو بیا هم د پښتنو ځینې سیمې د نورو ژبه ویونکو له سیمو سره په یوه حلقه کې اچول شوي دي.

''مونږ وایو چې د هرې ژبې ویونکو علاقې دې په خپلو کې په یوه حلقه کې شاملې کړی وای. د پښتنو علاقې که یوه حلقه کې وې نو ددې به د علاقې لپاره سرک،بجلۍ،ګېس او نورو سهولتونو په جوړولو کې خلکو ته ګټه وې. که خلک نزدې اوسیږي او په ډېرو حلقو کې تقسیم وي نو ګټه یې نشته. په کراچۍ د منګوپیر ځینې علاقې جنوبي ضلعې ته ورکړل شوي دي، دا ناسمه ده''

په کراچۍ کې د ټاکنو نتیجې ځینې وخت د ژبې په بنیاد مخې ته راځي. همدا وجه ده چې د کراچۍ له اردو ژبو سیمو څخه زیاتره وخت ایم کیو ایم، له بلوچو او سیندي ژبه ویونکو له سیمو پیپلز ګوند او د پښتنو له سیمو د عوامي نینشل ګوند په ګډون یو شمیر نورو ګوندونو امیدواران کامیابیږي.

د کراچۍ له اردو ژبو سیمو څخه زیاتره وخت ایم کیو ایم، له بلوچو او سیندي ژبه ویونکو له سیمو پیپلز ګوند او د پښتنو له سیمو د عوامي نینشل ګوند په ګډون یو شمیر نورو ګوندونو امیدواران کامیابیږي

کراچۍ میشته خبریال وکیل الرحمان وایي که څه هم په نوې حلقه بندیو ټول ګوندونه اعتراضونه لري خو بیا هم دا دومره لويې نیوکې نه دي.

وکیل وایي په کراچۍ کې مخکنیو حلقه بندیو کې ایم کیو ایم ته زیاته ګټه ترلاسه وه او دا ځل په حلقه بندیو کې پیپلز پارټۍ ته فایده ده. د هغه په خبره د ژبې له لحاظه پښتنو لپاره هم دا ځل حلقه بندۍ بهتر ده .

"ځینې حلقه بندي داسې شوې ده چې پښتنو ته پکې تاوان دی خو ډېرې علاقې داسې دي چې هلته پښتنو ګټه شوې ده. مخکې د پښتنو د ښار څنډو ته واقع ابادي په مختلفو حلقو کې ویشل شوې وه . اوس لکه د لانډي حلقه،کیماړۍ،بلدیه، بنارس او د غربي ضلعې ډېرې برخې په یوو حلقو کې راغلي دي، په غربي ضلعه کې پنځه د قامي اسمبلۍ سیټونه دي او دا ټوله د پښتنو اکثریتي علاقه ده''

په غربي ضلعه کې پنځه د قامي اسمبلۍ سیټونه دي او دا ټوله د پښتنو اکثریتي علاقه ده

وکیل الرحمان زیاته کړه شاید همدا وجه وي چې دا ځل پيپلز پارټۍ،تحریک انصاف او ایم ایم ای د خپلو ګوندونو لخوا د کراچۍ له پښتنو سیمو څخه پښتانه کاندیدان کړي دي.

د تېر کال د سر شمېرنی تر مخه د کراچۍ ابادي ۱۴ اعشاریه نهه میلونه ده.ملیر،کورنګي،جنوبي،شرقي،مرکزي او غربي شپږ واړه ضلعې د کراچۍ په یو ښار کې شتون لري. د یوې اندازې ترمخه کراچۍ د پښتنو تر ټولو لوي ښار دی .د کراچۍ ښار د قامي اسمبلۍ ۲۱ او د سیند اسمبلۍ ۴۳ چوکۍ لري. دا ځل ټول ګوندونه کراچۍ ډېر اهمیت ورکوي او ښاي همدا وجه وي چې د پاکستان دریو لویو سیاسي ګوندونو مشران شهبازشریف،عمران خان او بلاول بټو د کراچۍ له بیلا بیلو حلقو څخه قامي اسمبلۍ ته امیدواران دي.

نور ولولئ

په کراچۍ کې توده انتخاباتي سیالي​

پاکستان کې ټاکنیزه هلې ځلې پیل شوې

XS
SM
MD
LG