د لاسرسي ځای

تازه خبر

محسن داوړ: وزیرستان کې د ښځینه رایو مرکزونه لیرې دي


محسن داوړ

د شمالي وزیرستان څخه د قامي اسمبلۍ لپاره ازاد امیدوار محسن داوړ ویلي دي چې د انتخاباتو کمېشن د دوی په حلقه کې د ښځو لپاره د ووټونو اچولو مرکزونه په لېرې ځایونو کې جوړ کړي دي.

د چارشنبې په ورځ په بنو کې خبري غونډې ته په وینا کې داوړ ویره څرګنده کړه چې که حالت همداسې وي نو ښایې په انتخاباتو کې ښځې له ووټ ورکولو بې برخې پاتې شي.

داوړ وویل،که د ټاکنو کمېشن دغه ستونزه حل نه کړي نو پرضد به یې های کورټ ته ولاړ شي.

بلخوا د شمالي وزیرستان د ټاکنو کمېشن چارواکو د چارشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل، له دوی سره په عمله کې د مېرمنو کمی دی خو بیا هم هڅه کوي چې ښځیو ته د ووټ اچونې اسانتاوې برابرې کړي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG