د لاسرسي ځای

تازه خبر

''که اسفندیار هم ووژل شو ټاکنو کې به برخه اخلئ''


د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار خان

پېښور: د سېشنبې مازیګر د عوامي نېشنل ګوند مشر د خېبر پښتونخوا په صوابۍکې د ګوندي کارکنانو یوې غونډې ته په وینا کي وویل، که چیرې دی هم په تره ګر برید کې ووژل شو نوګوندي پلویان دې هرومرو په ټاکنو کې برخه واخلي.

اسفنديار ولي خان وویل چې د امن لپاره نورو سرښندنو ته هم تيار دي، د نوموړي په وینا (که د چا دا خیال وي چې دوی به په يوه دوو چاودنو وډارېږي نو زما دا خبره په غور واورئ که تاسو له خبر راشي چې اسفنديار په چاودنه کې و وژل شو نو بيا به هم تاسو په ټاکنو کې برخه اخلئ.“

د اې اېن پي مشر زياته کړه که د بد امنۍ په وجه یا په بله کومه وجه په پاکستان کې انتخابات وځنډول شو نو هېواد به له ډېر لوی تاوان سره مخامخ شي. هغه وینا وه چې په ٢٠١٣ز کال کې يواځې عوامي نېشنل پارټۍ په نښه کېداله خو دی وايي اوس لوبه بدله ده.د هارون بلور تر وژنې وروستو پر اکرم خان دراني بريد او بيا د مستونګ بريد ښيي چې دښمنان په هېواد کي ټاکني کول نه غواړي. اسفندیار خان وویل، ټول قوتونه دې واوري که د بدامنۍ يا په بله کومه وجه انتخابات و نه شول او د ولس په خوښه حاکمان و نه ټاکل شو نو دا هېواد به له داسې یوه لوی تاوان سره مخامخ شي چې [تاسو به د هغې سوچ هم نه وي کړى].

په پاکستان کې د جولای په ۲۵ مه ټولټاکنې کېدونکې دي خو دا ځل سیاسي فضا د تېرو ټاکنو په پرتله نه یوازې د ترهګرۍ درنو پېښو په خاصه توګه په ځانمرګي برید کې د هارون بلور وژنې او بیا په مستونګ کې د بلوچستان عوامي پارټۍ د یوه امېدوار سراج ریساني وژنې او ورسره ورسره د مسلم لیګ ن د رهبر نواز شریف زنداني کېدو ځینې پوښتنې راولاړې کړې دي چې د کارپوهانو په خبره په په داسې حلاتو کې د شفافو ټاکنو کېدنه ممکنه نه ده، د دوی په خبره چې ځینې ګوندونه په خلاص مټ انتخاباتي کېمپېن کوي او ځینې بیا ګرسره له ټاکنیزو منډو تروړو په یوه بله پلمه ودرول کېږي. خو د ټاکنو کمېشن د انتخاباتو شفافيت په اړه شکونه ردوي.

XS
SM
MD
LG