د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستان بریدونه: دوه عسکر او یو ځايي کس وژل شوي


د ۲۰۱۸ز کال په مې او جون کې په میرلي کې د هدفي وژنو پرضد مظاهرې او پرلتونه شوي ول
د ۲۰۱۸ز کال په مې او جون کې په میرلي کې د هدفي وژنو پرضد مظاهرې او پرلتونه شوي ول

په شمالي وزیرستان بېګا شپه په دوو بېلابېلو بریدونو کې دوه امنیتي سرتېري او یو ځايي کس وژل شوی دی.

په سیمه کې چارواکیو او ځايي خلکو مشال راډيو ته ویلي یې دي لومړۍ پېښه د میرامشاه په سروبۍ سیمه کې شوې چې پکې د پاکستانیو امنیتي عسکرو پر یوه ګاډي د سړکغاړی ریموټ کنټرول بمي چادونې دوه عسکر وژلي دي.

په شمالي وزیرستان کې د روانې بدامنۍ پرضد د سیمې ځوانانو تنظیم تر سیوري لاندې ولس په بیا بیا احتجاجونه کړي او پرلت يې پیل کړي. دوی له دولته غوښتي چې د دوی ژغورنه دې یقیني کړي او د بدامنیو مخه دې ونیسي.

بله پېښه په میرعلي تحصیل کې شوې چې د ځايي خلکو په وینا ځینې ناڅرګنده وسله وال بېګا د شپې مهال د یوه ځايي کس کور ته ورننوتي دي او هغه یې په خپل کور کې دننه په ډزو وژلی دی او بریدګر تښتېدلي دي. تر اوسه د دواړو پېښو زمه واري چا نه ده منلې.

ځايي ولس وايي په شمالي وزیرستان کې په دا وروستیو کې د بدامنۍ پېښې زیاتې شوي دي او ولس له سختې پرېشانۍ سره مخامخ دی.

دوی وايي ځايي خلک اوس په خپلو کورونو کې د خپلځان په ژغورنه اندېښمن دي ځکه چې په تېرو څو میاشتو کې۱۷ تنه په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي چې پکې وسله وال د خلکو کورونو ته دننه شي او ځايي کسان په خپلو کورونو کې وژني.

په شمالي وزیرستان کې د روانې بدامنۍ پرضد د سیمې ځوانانو تنظیم تر سیوري لاندې ولس په بیا بیا احتجاجونه کړي او پرلت يې پیل کړي. دوی له دولته غوښتي چې د دوی ژغورنه دې یقیني کړي او د بدامنیو مخه دې ونیسي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د علي وزير کور د محاصرې خلاف احتجاج کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:01 0:00

ځايي انتظامیی چارواکي وايي دولت د بدامنی پېښو د مخنیوي هڅې کړي.

په شمالي وزیرستان کې په ۲۰۱۴ ز کال کې د وسله والو پرضد پراخ پوځي عملیات پیل شول چې لاکونه خلک هم ترې بې کوره شوي ول، د عملیاتو پس د پاکستان ولسي او پوځي مشرتابه په بیا بیا ادعاوې کړې، چې سیمه يې له وسلاوالو پاکه کړې ده او هلته یې واک ټینګ کړی دی خو په دا وروستیو کی یوځل بیا هلته هدفي وژنې او پر امنیتي عسکرو وسله وال بریدونه او د سړکغاړې چاودنې زیاتې شوې دي.

نور ولولئ

وزیرستان: ډرون برید د حافظ ګل بهادر مهم کومندان وواژه

په میرلي کې وسله والو یو مشر او ښوونکی د کور دننه وژلی

XS
SM
MD
LG