د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزيرستان کې دوه لېويز سرتيري وژل شوي


په شمالي وزیرستان کي د دوشنبې په شپه پر پوليټيکل محرر رحمت حسېن وسلوال برید شوی چې پکې دوه د لیویز اهلکار وژل شوي او د محرر په ګډون دوه نور ژوبل دي.

د انتظامیي ترمخه تېره شپه چې کله رحمت حسېن د تحصیل بویه په لنډ محمد خېل سیمه کې په ګښت و نو تر بريد لاندې راغلی. رحمت حسېن د بویه تحصیل محرر دی. پر هغه په ۲۰۱۰م کال کې هم وسلوال برید شوی و چې پکې پولیټيکل نایب تحصیلدار امان الله وزیر وژل شوی و.

د امان الله وزیر زوی حمیدالله وزیر هم تېره میاشت (مې) د شمالي وزيرستان په کم سروبي سیمه کې په یو وسلوال برید کې ووژل شو او ذمه واري یې د اتحاد المسلمین په نوم وسلوالې ډلې پر غاړې واخيست. خو د پرونۍ پېښې ذمه واري تر اوسه کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخيستې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG