د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانو میرمنو پاکستانيو میرمنو ته یو لیک استولی دی


په کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته د افغان ښځو پرلت.
په کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته د افغان ښځو پرلت.

د کابل یو شمېر ښځو په پاکستان کې پر ښځو ږغ کړی دی چې خپل نارینه له جګړې منع کړي.

د هلمند د سولې حرکت ویاند، بسم الله وطندوست بېګا مشال راډیو ته وویل چې د کابل یو شمېر ښځو دا ځانګړی لیک دوی ته چې د پاکستان د سفارت مخې ته یې پرلت کړی، سپارلی دی.

بسم الله وطندوست وویل "د کابل ښار یو شمېر عامې مېرمنې وې، راغلې وې او دا لیک یې په ګډه لیکلی و."

په لیک کې یې یو ډول ګواښ کړی و چې که پاکستاني مېرمنې د جګړې په بندولو کې ګډون ونه کړي، لرې نه ده چې دا حالت چې پر افغان مېرمنو دی، پر هغوي به هم راشي.

د دې ولسي حرکت غړي وايي چې تر ناڅرګندې نېټې به د پاکستان د سفارت مخې ته خپل پرلت جاري وساتي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG