د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف او مریم نواز ابو ظبۍ ته ورسېدل


 ابو ظبۍ: نواز سریف او د هغه لور مریم نواز پر ابو ظبۍ هوايي ډګر پاکستان ته د تلو لپاره انتظار باسي
ابو ظبۍ: نواز سریف او د هغه لور مریم نواز پر ابو ظبۍ هوايي ډګر پاکستان ته د تلو لپاره انتظار باسي

پراګ - د پاکستان مسلم لیګ (ن) مشر او د پنجاب پخواني اعلا وزیر شهباز شریف ویلي چې ګوندي ملګري او مشران یې هرومرو د جولای پر ۱۳مه د لاهور پر هوايي ډګر د نواز شریف هرکلي ته ورځي.

ټاکل شوې چې نواز شریف او لور یې مریم نواز د جمعې پر مازیګر له ابوظبۍ څخه لاهور ته ورسي.

هلته د پنجاب پولیسو په ښار کې شاوخوا ۱۰ زره سرتېري ځای پر ځای کړي دي.

شهباز شریف د جولای پر ۱۲مه په لاهور کې خبریالانو ته په وینا کې د پنجاب پر نګران حکومت انتقاد وکړ او تور یې پورې کړ چې نه یوازې یې د ګوند انتخاباتي کیمپېن مخې ته خنډونه دروي بلکې سلګونه ګوندي ملګري یې هم نیولي دي.

اوس ټوله نړۍ پر دې خبره شوې چې مسلم لیګ (ن) په نښه کېږي.
شهباز شریف

تر شهباز شریف مخکې پرون (جولای ۱۲) د ګوند د اطلاعاتو مرکزي کمېټۍ مشر او سېنېټر مشاهد حسین سید مشال راډیو ته ویلي ول چې د ګوند غړو د نیولو په لړ کې یې نګران اعلا وزیر ته لیک هم استولی.

د مسلم لیګ (ن) مشر شهباز شریف د سپریم کورټ مشر قاضي میا ثاقب نثار پروني بیان ته په اشاره وویل، د پنجاب نګران حکومت د لوړ عدالت پر حکم سربېره د دوی د ګوند کسان بندیان کړي دي:

((سلګونه کسان نیول شوي. دا څه تماشا ده؟ له یوه خوا سپریم کورټ امر کړی چې د [جولای] تر ۳۰مې پورې دې هېڅ سیاسي مشر نه نیول کېږي او بلې خوا ته مسلم لیګ (ن) په بدترین ډول هدف شوی دی. اوس ټوله نړۍ پر دې خبره شوې چې مسلم لیګ (ن) په نښه کېږي.))

خو د پنجاب نګران اعلا وزیر حسن عسکري رضوي د چارشنبې پر شپه (جولای ۱۱) له ډان ټېلېوېژن سره په مرکه کې ویلي ول چې د مسلم لیګ (ن) د غړو له نویو ګرفتاریو نه دی خبر. ده ویلي ول چې یوازې هغه کسان یې نیولي ول چې د اتوار پر ورځ یې د نواز شریف د زوم محمد صفدر په ګرفتارۍ کې خنډونه اچول.

شهباز شریف د جولای پر ۱۲مه خبري غونډې ته وینا کوي
شهباز شریف د جولای پر ۱۲مه خبري غونډې ته وینا کوي

د جولای پر شپږمه، په پاکستان کې احتساب عدالت په برتانیا کې د کورونو اخیستو د یوې معاملې پر سر پخواني وزیراعظم نواز شریف ته د ۱۰ کلونو د بند سزا واوروله. عدالت په هغه قضیه کې د نوموړي د مرستې په تور د هغه لور مریم نواز ته د اووه کلونو او زوم محمد صفدر ته یې د یو کال د بند سزا واوروله.

اړوند مطلب:

نوازشريف: نه دار او نه زندان مې د تګ مخه نيولی شي

تر دې وروسته نواز شریف په لندن کې خبري غونډې ته وویل، له زندانه نه وېرېږي او پاکستان ته ستنېږي.

د پاکستان احتساب ادارې ویلي دي چې نواز شریف او د هغه لور به د لاهور پر هوايي ډګر ګرفتاروي او بیا به یې په هېلېکاپټر کې اسلام اباد ته انتقالوي.

شهباز شریف د ګوند په غړو غږ وکړ چې په سوله ییزه توګه دې هوايي ډګر ته ورشي او د نواز شریف هرکلی دې وکړي.

د پنجاب نګران اعلا وزیر حسن عسکري ویلي دي چې پر هوايي ډګر یې امنیت ټینګ کړی او هیله من دی چې هر څه په ښه طریقه پای ته ورسي.

د لاهور د پولیسو یوه مشر شهزاد اکبر ډان ورځپاڼې ته ویلي دي چې د ښار د امنیت لپاره یې شاوخوا ۱۰ زره سرتېري ځای پر ځای کړي دي.

XS
SM
MD
LG