د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نواز شریف زوم ځان چارواکو ته سپارلی


محمد صفدر د ځان تر تسلیمولو مخکې په پېنډۍ کې پلویانو ته وینا وکړه
محمد صفدر د ځان تر تسلیمولو مخکې په پېنډۍ کې پلویانو ته وینا وکړه

پراګ - د پاکستان د پخواني وزیراعظم نواز شریف زوم محمد صفدر ځان چارواکو ته سپارلی دی.

نوموړي د جولای پر اتمه په راولپېنډۍ کې ولسي لاریون وکړ او وروسته یې ځان پولیسو ته تسلیم کړ چې هغوی ونیو.

د جولای پر شپږمه د پاکستان احتساب عدالت صفدر ته له خپل خسر نواز شریف او له خپلې ښځې مریم نواز سره په لندن کې د کورونو اخیستو په یوه قضیه کې د شراکت او مرستې د تورونو پر اساس د یو کال بند سزا واوروله.

هلته نواز شریف د جولای پر شپږمه په لندن کې خبري غونډې ته په وینا کې د احتساب عدالت پر پرېکړه انتقاد وکړ او ویې ویل چې پر ده د درغلۍ هېڅ تور نه دی زبات شوی خو بیا هم ورته عدالت د ۱۰ کلن بند سزا اورولې ده.

ده وویل، د خپلې ښځې کلثوم نواز د درملنې په موخه په لندن کې دی خو پاکستان ته ستنېږي او ان زندان ته تګ ته هم تیار دی.

عدالت مریم نواز ته د اووه کلونو د بند سزا واوروله.

نوموړې د جولای پر اوومه په لندن کې خبریالانو ته وویل، پلار او لور د جولای پر ۱۳مه پاکستان ته ستنېږي او د فیصلې ضد درخواست کوي.

احتساب عدالت ویلي دي چې نواز شریف او مریم نواز به اسلام اباد ته په رسېدو ګرفتاروي.

پخواني پوځي کیپټن صفدر د یکشنبې پر ورځ په پېنډۍ کې په وینا کې وویل، ویاړي چې دی به د سیاسي قیدي په توګه زندان ته ځي.

ده وویل، اوس وخت راغلی دی چې دا فیصله وکړي چې هېواد به د ووټ په قوت چلېږي او که د ټوپک په طاقت.

تر دې وروسته نوموړي ځان چارواکو ته وسپاره.

د احتساب ادارې چارواکي وايي، صفدر عدالت ته وړاندې کوي.

د پاکستان مسلم لیګ (ن) یوې مشرې او د اطلاعاتو او خپرونو پخوانۍ وزیرې مریم اورنګزېب د جولای پر اتمه خبري غونډې ته وویل، پر نواز شریف، مریم او صفدر جرم نه دی ثابت شوی.

د ۲۰۱۷ز کال په جولای کې د پاکستان سپریم کورټ د پاناما اسنادو د قضیې په اورېدنو کې نواز شریف د پارلېمان څوکۍ ته نااهله کړی وو او احتساب عدالت ته یې د هغه د شتمنیو او په برتانیې کې د کورونو اخیستو د څېړلو امر کړی وو.

په پاکستان کې دا پرمختګونه پر داسې مهال کېږي چې د جولای پر ۲۵مه په هېواد کې د قامي او صوبايي اسمبلیو انتخابات کېږي.

XS
SM
MD
LG