د لاسرسي ځای

تازه خبر

مسلم لیګ (ن) وايي په پنجاب کې یې سلګونه غړي نیول شوي


د نواز شریف پلویانو د احتساب عدالت تر فیصلې وروسته احتجاجونه وکړل
د نواز شریف پلویانو د احتساب عدالت تر فیصلې وروسته احتجاجونه وکړل

پراګ - د پاکستان مسلم لیګ (ن) د اطلاعاتو د مرکزي کمېټۍ مشر سېنېتر مشاهد حسین سید د جولای پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل، د پنجاب نګران اعلا وزیر ته یې یو لیک استولی چې پکې یې په صوبه کې د ګوندي غړو او مشرانو پر نیولو اندېښنه ښودلې ده.

نوموړی مشال راډیو ته د هغه لیک نقل هم استولی او وايي، حسن عسکري رضوي ته یې په خط کې دا هم ویلي دي چې په لاهور کې یې د ۱۴۴مې دفعې له لګولو سره د دوی انتخاباتي کېمپېن ځنډولی دی.

سېنېټر مشاهد حسین سید دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې ټاکل شوې میا نواز شریف او د هغه لور مریم نواز د جمعې پر ماښام لاهور ته ستانه شي.

مشاهد حسین وايي، مسلم لیګ (ن) یوازې پلان جوړ کړی چې نواز شریف او د هغه د لور ستړي مه شي ته به ورځي خو د پنجاب پولیسو د سېنېټر چودري تنویر په ګډون یوازې په راولپېنډۍ، اسلام اباد او لاهور کې شاوخوا ۴۰۰ ګوندي غړي او مشران نیولي دي.

د مسلم لیګ (ن) له لوري د پنجاب نګران اعلا وزیر ته د استولي خط نقل
د مسلم لیګ (ن) له لوري د پنجاب نګران اعلا وزیر ته د استولي خط نقل

له نوموړي مو وپوښتل چې ایا دا کسان د احتجاج پر مهال نیول شوي او که نه؟ نو ده وویل، دوی هېڅ احتجاج نه دی پلان کړی او پولیسو یې د ګوندي کسانو پر کورونو چاپې وهلې دي:

''تر اوسه خو هېڅ نه دي شوي. موږ خو یوازې پلان جوړ کړی وو چې دا به کوو. سبا موږ احتجاج نه کوو. موږ یوازې هوايي ډګر ته ځو او میا صاحب ته هرکلی وایو، بس. موږ دا هم ویلي دي چې دا هر څه به سوله ییز وي.''

اړوند موضوعات:

نوازشريف: نه دار او نه زندان مې د تګ مخه نيولی شي

نواز شریف ته لس او مریم نواز ته اووه کاله د بند سزا واورول شوه (ویډیو)

خو د پنجاب نګران اعلا وزیر ډاکتر حسن عسکري رضوي ډان ټېلېوېژن ته په مرکه کې ویلي دي چې دی له دې ګرفتاریو څخه نه دی خبر. ده وویل، یوازې هغه کسان نیول شوي دي چې د اتوار پر ورځ یې د مسلم لیګ (ن) د بل مشر محمد صفدر د نیولو پر وخت خنډ اچولی وو.

موږ یوازې هوايي ډګر ته ځو او میا صاحب ته هرکلی وایو، بس. موږ دا هم ویلي دي چې دا هر څه به سوله ییز وي.
مشاهد حسین سید

د جولای پر شپږمه، په پاکستان کې احتساب عدالت په برتانیا کې د کورونو اخیستو د یوې معاملې پر سر پخواني وزیراعظم نواز شریف ته د ۱۰ کلونو د بند سزا واوروله. عدالت په هغه قضیه کې د نوموړي د مرستې په تور د هغه لور مریم نواز ته د اووه کلونو او زوم محمد صفدر ته یې د یو کال د بند سزا واوروله.

تر دې یوه ورځ وروسته نواز شریف په لندن کې خبري غونډې ته وویل، له زندانه نه وېرېږي او پاکستان ته ستنېږي.

د پنجاب نګران اعلا وزیر زیاتوي چې د لاهور پر هوايي ډګر یې امنیتي پلان جوړ کړی نو ځکه هلته زیات سرتېري ځای پر ځای کوي:

''په عامو حالاتو کې هم په هوايي ډګر کې امنیتي اقدامات کېږي. نو [د جولای پر ۱۳مه] به هلته زیات امنیتي اقدامات کېږي او امنیتي نظام باندې کار روان دی ځکه چې خلکو ته ویل شوي دي چې هلته ورشي. نو تاسې به وګورئ چې له خیره امنیتي نظام به کار وکړي او زموږ به دا هڅه وي چې هر کار په ښه طریقه او په سوله ییز ډول وشي.''

په عین وخت کې د لندن په اېونفیلډ سیمه کې د نواز شریف د اپارتمان مخکې ته د تحریک انصاف ګوند پلویانو احتجاج کړی دی او د چارشنبې پر شپه یې هم هلته نعرې وهلې.

په هم هغه سیمه کې د مسلم لیګ (ن) پلویانو هم د نواز شریف په حق کې نعرې وهلې دي.

نوموړی د خپلې ناروغې ښځې کلثوم نواز د پوښتنې لپاره په لندن کې دی.

XS
SM
MD
LG