د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور پوهنتون پر هاسټلونو چاپه، سلګونه زده کوونکي ګرفتار


پېښور پوهنتون
پېښور پوهنتون

په پېښور پوهنتون کې پولیسو د نهې په شپه د انتظامیې په وینا په اې بي سي او ډي هاسټلونو چاپې وهلې دي، ګڼ زده کوونکي يې نیولي دي او په دوی کې يې د ۲۵ پرضد مقدمې هم درج کړې دي.

په پوهنتون کې د اسلامي جمیعت طلبا یو ناظم شعیب فضل په سېشنبه مشال راډیو ته وویل، په لوی شمېر کې پولیسو پر هاسټلونو چاپې وهلې دي او داسې زده کوونکي يې نیولي دي چې امتحانونو ته يې تیارۍ نیولی وو. نوموړي زیاته کړه، انتظامیې پولیس راغوښتی وو، د طالبعلمانو کمرو ته ننوتي دي، او د هغوی تلاشي يې اخیستې ده، خوا او شا درې زره زده کوونکي يې له خپلو کمرو بهر کړي وو. په دوی کې د ځینو نن پرچې (امتحان) هم وې. چې په پېښور پوهنتون کې څوک سبق وايي نو هغه خو غیرقانوني نه دي، دا خو د پوهنتون ذمه واري ده چې هغوی له به په هاسټل کې ځای ورکوي.

په پوهنتون کې د پښتون سټوډنټس فیډریشن مشر بلال بونېري وویل، د ټولو سیاسي ګوندونو د طالبعلمانو اتحادیې څه موده وړاندې د انتظامیې د پالیسیو پرضد احتجاجي مظاهره کړې وه او غوښتنه يې کوله چې د پوهنتون په فیسونو کې دې ډېروالی واپس واخلي او د کرپشن مخه دې ونیسي. نوموړي وویل د نهې د شپې عملیات د هغه احتجاجي مظاهرې یو ردعمل وو. خواوشا اووه سوه کسان يې نیولي ول، په ۲۵ يې مقدمې درج کړې دي او ۵ يې نن زندان ته لېږلي دي. موږ خپله غیرقانوني کسان په هاسټلونو کې نه غواړو خو دیي دا غواړي چې په پوهنتون کې داسې کسان نه وي چې د انتظامیې د غلطو پالیسیو پر ضد اواز اوچتوي.

بل خوا د پوهنتون انتظامیه وايي، په هاسټلونو کې اصلاحات کول غواړي. د پوهنتون ویاند علي عمران مشال راډیو ته وویل، په هاسټلونو کې د بېلا بېلو سیاسي ګوندونو ګڼ کسان دېره ول او د عملیاتو مرام دا وو چې د دغه کسانو د غیرقانوني هلو ځلو مخه ونیسي.

دوی اې سي لګوي، د بجلۍ هیټرې لګوي، دوه دوه نیم سوه کمرې يې قبضه کړې دي او په یوه یوه کمره کې شپږ شپږ کسان دېره دي. بیګا په عملیاتو کې مو ځینې سرکاري ملازمین هم نیولي دي. په دې هاسټلونوکې چې کوم کسان اوسېدل هغه طالب علمان نه ول، دلته يې تش په نوم په سیاسي هلو ځلو کې برخه اخیستله.

د پوهنتون انتظامیه وايي، په پوهنتون کې دننه به د سیاسي هلو ځلو اجازه ور نه کړي، بلخوا د طالبعلمانو د اتحادیې متحده طلبا محاذ مشران وايي د خپلو حقونو لپاره به مبارزې ته دوام ورکوي.

نور ولولئ

تش څلور پاکستاني پوهنتونونه د نړیوالې کچې دي

د پېښور پوهنتون زده کوونکي د امریکا سفارت مېلمانه ول

XS
SM
MD
LG