د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور پوهنتون زده کوونکي د امریکا سفارت مېلمانه ول


په پاکستان کې د امریکا سفیر ډېویډ هیل وايي چې ډپلوماسي د هر ډول پېچلیو ستونزو هواری راباسي.

نوموړي دا څرګندونې د پېښور پوهنتون د نړیوالو اړیکو څانګې زده کوونکیو یوې ډلې سره کولې. په اسلام اباد کې د امریکا سفارتخانه د امریکا-پاکستان پر اړیکو او د امن پرمختیا کې د سفارتکارۍ پر موضوع د یوې مباحثې کوربنه وه.

د سفارت په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې له زده کوونکیو سره په خبرو کې سفیر هیل وویل چې هر ډول پېچلې لانجې د سفارتکارۍ په مټ هوارېدلی شي او د راتلونکې کهول په توګه چې تاسو (زده کوونکي) یې استازي یاست، سفارتکاري په سیمه ییز امن او ټېکاو کې مرسته کولای شي.

د پېښور پوهنتون د نړیوالو اړیکو څانګې مشر سید حسین سهید سهروردي له امریکايي سفیر سره د خپلې څانګې د زده کوونکیو لیده کاته او خبرې اترې له امریکا سره د پاکستانیو اړیکو په اړه د ژورې اګهۍ یو غوره او ځانګړې موقع وبلله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG