د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: د افغانستان په جنوب کې یو وژل شوی سرتېری د کلیفورنیا و


د امریکا متحده ایالاتو چارواکو ویلي چې د امریکا د پوځ یو سرتېری چې ظاهراً د افغانستان په جنوب کې په یوه نفوذي حمله کې ووژل شو، د کلیفورنیا د ایالت و.

د امریکا د دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ د دې سرتېري نوم جوزېف ماسیل یاد کړی او ویلي یې دي چې نوموړي د سوت ګېټ د ښار اوسېدونکی و.

نوموړی د شنبې په ورځ د ارزګان په ترینکوټ کې ټپي او وروسته د ټپونو له کبله مړ شو.

په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ مأموریت ویلي چې په دې پېښه کې دوه نور امریکايي سرتېري ټپیان شوي دي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG