د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف او لور یې د جولای پر ۱۳مه پاکستان ته ستنېږي


نواز شریف او لور یې مریم د جولای پر شپږمه په لندن کې خپل دفتر ته روان دي
نواز شریف او لور یې مریم د جولای پر شپږمه په لندن کې خپل دفتر ته روان دي

پراګ - د پاکستان پخوانی وزیراعظم نوازشريف او لور یې مريم نواز د جولای په ۱۳مه پاکستان ته ځي. دوی دا مهال، د نوازشريف د ناروغې مېرمنې کلثوم نواز پوښتنې لپاره په لندن کې دي.

دوی دا اعلان تر هغې وروسته کړی چې د جولای پر شپږمه احتساب عدالت په یوه مقدمه کې نوازشریف ته ۱۰ او مريم نواز ته د اوو کلونو بند سزا واوروله.

مريم نواز د جولای پر ۷مه په لندن کې خبريالانو ته وويل چې دوی له زندانه نه ويرېږي او د دغه فېصلې پر ضد اپیل کوي.

هغې زياته کړه: ((که د پاکستان عوام نوازشریف ته ګوري او د هغه ضرورت احساسوي نو هغه به د خپلو ذاتي کارونو پر ځای قامي کار ته ترجيح ورکړي. انشا الله د جمعې پر ورځ به هغه او زه دواړه پاکستان ته ستنېږو.))

په همدې حال کې پاکستاني رسنيو د چارواکو په حواله ليکلي چې نېب يا احتساب ادارې د مريم نواز او نواز شريف د نيولو اجازت نامه يا وارنټ اخيستی او هغوی به اسلام اباد ته په رسېدو له هوايي مېدانه نيول کېږي.

د مسلم لیګ (ن) غړو د عدالتي پرېکړې خلاف د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرې پېل کړې دي.

اړوند مطلب:

د نواز شریف د سزا په اړه سیاسي ګوندونه څه وايي؟

په احتساب عدالت کې د مقدمې اورېدنه له تېرو نهه نیمو میاشتو راهیسې روانه وه چې نواز شریف، مریم نواز، حسن نواز، حسین نواز او کېپټن صفدر یې تورن کسان ول خو ورسره ورسره د نواز شریف دوه زامن حسن او حسېن یې اشتهاري ملزمان ګرځولي ول.

د مسلم لیګ غړو او ملاتړو په کوټه کې مظاهره کړې

د مسلم لیګ نواز غړو په کوټه کې مظاهره کړې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:07 0:00

د احتساب عدالت د دغه پرېکړې په اړه مریم نواز پر خپل تویټر کښلي چې ((د پاکستان په ۷۰ کلن تاریخ کې د نادیده قوتونو پروړاندې د درېدو په بدل کې دا سزا ډېره کمه ده)) او زیاتوي چې د ظلم خلاف روانه مبارزه کې یې حوصله نوره لوړه شوې ده.

د مسلم ليګ (ن) ګوند مشر شهباز شريف د جولای پر شپږمه په لاهور کې خبري غونډې ته وويل د احتساب عدالت فیصله ورته د منلو وړ نه ده.

د نوموړي وينا وه، د پاکستان ولس او مسلم ليګ (ن) دا فيصله ردوي ځکه چې په ټوله مقدمه کې څه کوټلي قانوني ثبوتونه پېش نه کړل شول، د نوازشريف نوم نه خو په پاناما مقدمه کې چرته ليکل شوی دی، نه په ایون فيلډ او نه اف شور کمپنيانو لرلو کې راغلی دی نو د انصاف ترلاسه کولو لپاره به ټولې اييني او قانوني لارې خپلوي او د ګوند ټول غړي او کانديدان دې خپل انتخابي کیمپېن چلوي او په خپلو جلسو کې دې پرامنه احتجاج هم کوي.

XS
SM
MD
LG