د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان زنده باد تحریک د پښتون ژغورنې غورځنګ مخالفت ولې کوي؟


په کلا سیف الله کې د پښتون تحفظ غورځنګ جلسه
په کلا سیف الله کې د پښتون تحفظ غورځنګ جلسه

پراګ - په پاکستان کې د یوه نوي تحریک مخکښان وايي، د منظور پښتین په مشرۍ د پښتون تحفظ غورځنګ له غوښتنو سره پر موافقې سربېره یې پر هلو ځلو انتقاد کوي.

د اپرېل پر درېیمه د “پاکستان زنده باد” په نوم د دې تحریک یو شمېر کسان په پېښور کې ورغونډ شول او یوه جلسه یې وکړه.

د دې تحریک غړو او مشرانو هم د پښتون ژغورنې غورځنګ په څېر پر فېسبوک د خپلې غونډې او ویناګانو ژوندۍ ویډیوګانې او انځورونه خپاره کړي.

پر فېسبوک او ټوېټر د دې نوي تحریک پاڼې هم شته چې ورباندې د یو شمېر قبایلي سیمو د ملکانو ويډیويي بیانونه خپاره شوي چې د دې نوي غورځنګ ملاتړ کوي. خو د دې رپورټ تر بشپړېدو شاوخوا ۵۰۰ کسانو دواړه پاڼې خوښې کړې یا تعقیب کړې وې.

د پښتون تحفظ موومنټ حمایت مو په دې کړی وو چې له پښتنو سره هم یو قسم زور، زیاتی او څه نا څه ظلم روان دی.
ملک حاجي زیارت ګل

د مومندو د بایزو یو ملک حاجي زیارت ګل د چارشنبې یا شورو پر مازیګر مشال راډیو ته وویل، د پېښور د جلسې ټولې چارې جاوېد نسیم سمبالې کړې دي چې د تحریک مشري کوي. موږ هڅه وکړه چې د تحریک له مشر سره خبرې وکړو او په دې موخه مو پر فېسبوک ورته دوه پیغامونه واستول. فېسبوک ښيي چې پیغامونه لوستل شوي خو ځواب مو تر لاسه نه کړ.

البته د پاکستان زنده باد تحریک یو مخکښ حاجي زیارت ګل وايي، په پیل کې یې د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ کړی وو خو اوس یې مخالفت کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ ((حمایت مو په دې کړی وو چې له پښتنو سره هم یو قسم زور، زیاتی او څه نا څه ظلم روان دی. او [منظور پښتین] د پښتنو د تحفظ لپاره یو غږ پورته کړی وو او خلکو ورته لبیک ویلی وو.))

موږ نه لښکر جوړوو، نه ټوپک ته لاس اچوو. موږ پر امنه، سوله ییزه معاشره غواړو.
ګل مرجان

حاجي زیارت ګل په کابل کې د افغانانو له خوا د پښتون تحفظ غورځنګ په ملاتړ او په افغانستان کې د جګړې ضد روان پرلت ته په اشاره زیاتوي، اوس د پښتون ژغورنې غورځنګ مخالفت کوي او شک لري چې ((په دې کې له افغانستانه لاسونه ښکاري، له بهره ورته خلک شاباس وايي، او د [پښتین] حمایت کوي.))

بهرني لاسونه که انساني خواخوږي؟

د پښتون ژغورنې تحریک یو فعاله غړی او د نړیوال سیاست څېړونکی ګل مرجان له بهره د ملاتړ یا مرستو تورونه ردوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین

دی وايي، ((موږ درې رښتې لرو. زه خپله ګل مرجان ذاتي درې رښتې لرم. زه انسان یم، زه مسلمان یم، زه پښتون یم. دې ملکانو، دې مشرانو ته صرف زما دا سوال دی چې ټول عمر زه د کشمیر په غم کې، د فلسطین په غم کې، د چېچنیا په غم کې او د بوسنیا په غم کې راوتلی یم. که زما په غم کې په افغانستان کې څوک راووځي یا په هند کې یا په اروپا کې، افریقا کې راووځي، نو دا څه داسې غیر فطري خبره نه ده. دا دې طرف ته بیول چې د دوی تر شا خلک راوتلي دي، هغه د انساني همدردۍ، د مسلمانۍ یا پښتونولۍ په خاطر له موږ سره راوتلي دي. موږ له هېچا سره نه تماس کړی، نه مو ورته خواست کړی چې تاسې زموږ تر شا ودرېږئ.))

د پښتون تحفظ غورځنګ په اړه اندېښنې

د خیبر اېجنسۍ یو ملک عبدالرزاق وايي، ده د تېرې نهې پر ورځ د پاکستان زنده باد د تحریک په جلسه کې ګډون وکړ او دا ځکه چې دوی وېرېږي چې د منظور پښتون په مشرۍ د جوړ غورځنګ فعالیتونه هلته د ناکرارۍ لامل نشي.

په دې کې له افغانستانه لاسونه ښکاري، له بهره ورته خلک شاباس وايي
ملک حاجي زیارت ګل

له پښتون تحفظ غورځنګ سره ((مو داسې خاص اختلاف شته هم نه او که بیا خاص اختلاف وي نو بیا پر دې خبره دی چې دا ۱۵ کاله په پاکستان کې یا په قبایلو کې چې څه تېر شول نو زموږ پاک پوځ راوچت شو او له دهشتګردو څخه یې علاقه [پاکه] کړه. نو اوس [د پښتون تحفظ تحریک] موږ ته ولې خبره خرابوي چې موږ ته وطن کې بیا غوغا جوړه شي.))

جرګه که جلسه؟

ملک رزاق وايي، که پښتون ژغورنې غورځنګ ځېنې غوښتنې لري نو منتخبه جرګه دې جوړه کړي، له حکومت سره دې خبرې وکړي او جلسې دې نه کوي.

له ملک رزاقه مو پوښتنه وکړه چې ایا دا اندېښنې او انتقادونه یې له پښتون تحفظ غورځنګ سره شریک کړي؟ دی وايي، تر اوسه یې دا کار نه دی کړی خو که هغوی غواړي، ورسره خبرو ته تیار دی.

موږ له هېچا سره نه تماس کړی، نه مو ورته خواست کړی چې تاسې زموږ تر شا ودرېږئ.
ګل مرجان

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ ګل مرجان وايي، د دوی لاریونونه او جلسې د پښتنو ولسي جرګې دي او یوازې د پاکستان د ایین یا اساسي قانون دننه د خپلو بنیادي انساني حقونو غوښتنه کوي.

((موږ نه لښکر جوړوو، نه ټوپک ته لاس اچوو. موږ پر امنه، سوله ییزه معاشره غواړو. سوله ییز لاریون کوو، جلسې کوو، جلوسونه کوو. موږ دا بدبختۍ چې تېرې شوې دي، د هغې د تکرار [د امکاناتو] مخه نیسو.))

نوموړی وايي، که پښتون تحفظ غورځنګ جنګ کولای نو د جنګونو خلک ((غرونو ته خېژي، هغه اسلام اباد ته سوله ییز لاریون نه کوي.))

ګل مرجان د ملک عبدالرزاق له دې خبرې سره هم موافق نه دی چې ګواکې د دوی غونډې او جلسې د پښتنو جرګې نه دي.

((دوی جرګه څه ته وايي؟ دوی جرګه هغه ته وايي چې مثال پولېټيکل اېجنټ د چا جېب ته ۱۰۰۰ روپۍ اچوي هغه ملکان ورغونډ شي، یوه فیصله وکړي نو په دوی پسې به قام روان شي. که دوی هغې ته جرګه وايي، هغې ته موږ سرکاري جرګه وایو. [زموږ جلسې] د ولس جرګې دي.))

په کلا سیف الله کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه
په کلا سیف الله کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه

ګل مرجان زیاتوي چې په پښتون تحفظ غورځنګ کې د هر چا ورګډېدو ته لېواله دي او اوسمهال یې هم په کمېټيو کې د لږکیانو لکه سېکانو استازي موجود دي نو دوی غورځنګ مخالفه ملکانو او فعالانو ته هم ورسره د خبرو کولو او د دوی په غونډو کې د ګډون بلنه ورکوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې

ټاکل شوې چې پښتون تحفظ غورځنګ د اپرېل پر اتمه په پېښور کې جرګه وکړي.

تر دې مخکې دې غورځنګ د فبرورۍ له لومړۍ څخه په اسلام اباد کې ۱۰ ورځنی احتجاجي ناسته کړې وه چې پکې یې له حکومته دا غوښتنې وکړې چې په کراچۍ کې د وزیرستاني ځوان نقیب الله مسود په وژنه تورن پولیس افسر راو انوار دې ونیسي، د ماورای عدالت وژنو د پلټنو لپاره دې عدالتي کمېشن جوړ کړي، له قبایلي سیمو دې ځمکلاندې بمونه پاک کړي، په هغو سیمو کې دې امنیتي پوستې ختمې کړي او ورک کسان دې عدالت ته وړاندې او بېګناه نیولي کسان دې خوشې کړي.

د همدې غوښتنو د پوره کولو په موخه پښتون تحفظ غورځنګ په فبرورۍ او مارچ کې په قبایلي سیمو، د خیبر پښتونخوا په ځېنو برخو او د بلوچستان په پښتون مېشته سیمو کې جلسې وکړې.

XS
SM
MD
LG