د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان کې په زرګونه ماشومان له تعلیمه بې برخې دي'


په پاکستان ګڼ ماشومان لا هم تعلیمه محرومه دي
په پاکستان ګڼ ماشومان لا هم تعلیمه محرومه دي

د پاکستان وفاقي حکومت د تعلیم په اړه یو رپورټ کې ویلي دي چې اوس هم په میلینونه ماشومان له سکولونو بهر دي چې زیاتره یې د بلوچستان او د خېبرپښتونخوا له قبایلي سیمو دي.

په اسلام آباد کې د زیارت په ورځ نېشنل ایجوکېشن منېجمنټ انفارمېشن سیسټم او د وفاقي تعلیم او پېشه ورانه تربیت وزارت په ګډه سره د تعلیم په اړه د ۲۰۱۶م او ۲۰۱۷م کال رپورټ وړاندې کړې چې ترمخه يې اوس هم په پاکستان کې ۲۲،۸۴ میلیونه ماشومان له سکولونو بهر دي.

د رپورټ ترمخه په دې ماشومانو کې ۷۰ فيصده د بلوچستان او ۵۷ فيصده د د خېبرپښتونخوا له قبایلي سیمو دي.

په رپورټ کې راغلي دي چې ۵۲ فيصده د سیند ، ۴۷ فيصده د ګلګت بلتستان او د پاکستان د واک لاندې کشمیر، ۴۰ فيصده پنجاب او ۳۴ فيصده خېبر پښتونخوا او ۱۲فيصده ماشومان په اسلام اباد کې له سکولونو بهر دي.

رپورټ زیاتوي په ټول ملک کې ۲۶ فيصده داسې پرایمرۍ سکولونه دي چې یوازې یو استاد لري او ۱۸ فيصده هغه سکولونه دي چې یوه یوه کوټه لري.

د تعلیم لپاره کارکونکې ادارې الف اعلان چارواکی عمر اورکزی د دې وجه په پاکستان کې د ماشومانو لپاره د سکولونو کموالي ګڼي.

'' په پاکستان کې ۸۰ فيصده چې کوم سکولونه دي هغه د پرایمرۍ تر کچې دي او بیا په لوړه کچه لکه مډل ، های او هایر سېکنډري سکولونه یوازې ۷ فيصده دي نو اوس چې د ۸۰ فيصده تعلیمي ادارو ماشومان فارغ شي نو څنګه به يې په دې ۷ فيصده ادارو کې ځای کوئ.''

اورکزي وویل یو شمیر خلک د غریبۍ له وجې هم خپل بچي سکولونو ته نه استوي. د خېبر پښتونخوا په قبایلي سیمه کې د سکول استاز مالک محسود وایي ددوي په سیمو کې زیاتره سکولونه ړنګ دي او یا هم خلک کډوال دي او همدا وجه ده چې په دې سیمو کې زیات ماشومان له سکولونو بهر دي.

'' اوس ورو ورو دغه خلک بېرته خپلو سیمو ته راځي او حکومت د سکولونو د بیا ودانۍ بهیر هم روانه کړې نو دې فکر کوي چې دا هرڅه سم شي نو د فاټا تعلیم به د نور پاکستان نه غوره شي''

د دې رپورټ د خپرېدو دستورې ته د وفاقي تعلیم او پېشه ورانه تربیت وفاقي وزیر محمد یوسف شېخ وویل دوی ژمن دي چې د تعلیم معیار لوړ کړي او د غوره تعلیم لپاره اقدامات وکړي.

بل پلو تیره وونۍ د خېبر پښتونخوا د لسم جماعت نتیجه راغلې چې ترمخه يې په ملاکنډ ډوېژن او نورو سیمو کې په زرګونو ماشومان فیل شوي دي.

نور ولولئ

که تعلیم راکړئ نو ووټ به درکړو
د کوهستان زرګونه ماشومان سکولونه نه لري

XS
SM
MD
LG