د لاسرسي ځای

تازه خبر

'که تعلیم راکوي نو ووټ ورکوو'


په پېښور کې د ټولټاکنو هلې ځلې.
په پېښور کې د ټولټاکنو هلې ځلې.

په داسې حال کې چې په پاکستان کې د ټولټاکنو لپاره هلې ځلې روانې دي او سیاستوال د ښارونو پرمختیا،بې روزګارۍ، درغلیو او د بجلۍ لوډشېډنګ ختمولو دعوې کوي، د ملک د مختلفو برخو ولس لخوا دا غوښتنه مخې ته راغلې که ښه تعلیم راکوي نو ووټ به درکوو.

دا غوښتنه د یوې غېر سرکاري ادارې الف اعلان د یو موبایل اېپلیکېشن، تعلیم دو لخوا شوی دی.

د یادې ادارې ویاند عمر اورکزی مشال راډیو وویل، اداره به یې د خېبر پښتونخوا په مختلفو ضلعو کې د تعلیم او په تعلیمي ادارو کې د ضرورتونو په اړه د ټولټاکنو امیدوارانو او له سیمه اییز خلکو سره غونډې هم کوي.

نوموړي وايي، د تعلیم دو اېپلیکېشن په ذریعه خلک موږ ته شکایت لېږي او بیا موږ دغه شکایتونه د اړونده حلقو نمایندو سره شریک کوي او بیا دغه شکایتونو ته دغه نمایندې جواب ووایي.

دی وویل نو یو خو زموږ په ټولنیزو رسنیو دغه کېمپېن پیل کړی دی. بل موږ د حلقو په کچه دا یو کېمپېن هم پیل کړې چې تعلیم راکړې او ووټ واخلې نو چې له کومو سیمو امیداواران ولاړ وي نو د هغې ترمنځ موږ بحث کوو چې تاسو به تعلیم لپاره څه کوې.

عمر اورکزي په وینا چې د تعلیم دو اېپ د لارې تعلیم او سکولونو کې د ضرورتونو نشتوالي په اړه څه د پاسه پنځه زره شکایتونه راغلي.

د پخواني مرکزي حکومت وزیراعظم نوازشریف دعوا کړې وه چې د تعلیم نړیوال هدف پوره کولو لپاره به مجموعي پېداوار څلور فیصده ورکوي خو دا هدف یې پوره کړې نه و.

تېره ورځ په سوات کې راتلونکي ټولټاکنو کې برخه اخیستونکي سیاسي امیدوارانو تعلیم ته وده ورکولو په اړه یو منشور لاسلیک کړې چې سوات کې به تعلیم او له دې سره تړلې امور ته توجو ورکړې کېږي.

د ماشومانو د حقونو مبارز ارشد محمود وايي، شل کاله وړاندې دوه نیم کروړه ماشومان سکول ته نه تلل او نن هم دوه کروړه او شل لکه ماشومان نه ځي چې مطلب یې دا شو چې څه خاص فرق په تېرو شلو کال کې ښکاره نشو.

دې وایي تعلیم غوندې بنیادي ضرورت او حق په اړه نه یوازې سیاسي ګوندونه په سمه توګه رول لوبوي بلکې د یو ووټ اچونکي په توګه عام ولس هم دې اړخ ته توجو نه ده ورکړې.

نوموړي وايي، په نړۍ کې پاکستان د نایجریا هیواد وروسته په دوېم نمبر دې چې سکولونو ته د نه تلو ماشومانو غټ شمېر لري، دا ډېره زیاته ضروري ده چې موږ خپل سیاسي ګوندونو غوښتنه وکړو چې تعلیم له به څه پروګرام لري او بجټ لپاره به څه کوې؟.

دې ځل هم د کارپوهانو لخوا سیاسي ګوندونو غوښتنه شوې وه چې د ملک د مجموعي پېداوار څلور فیصده دې تعلیم لپاره مختص کړل شي او په تعلیم دې خصوصي توجو ورکړې شي.

XS
SM
MD
LG