د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوهستان زرګونه ماشومان ښوونځي نه لري


د کوهستان ماشومان
د کوهستان ماشومان

په داسې حال کې چې د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ د خېبر پښتونخوا حکومت په صوبه کې تعلیمي اېمرجنسي لګولې، په کوهستان ضلع کې د سکولونو [ښوونځيو] د نیشتوالي له کبله په زرګونو ماشومان له زدکړو نه بې برخې دي.

د خېبر پښتونخوا کوهستان ضلع د تعلیمي هلو ځلو په حواله تر ټولو ورسته پاتې شوې ده
الف اعلان

د الف اعلان په نوم د تعلیم د ودې لپاره کارکوونکې ادارې په خپل وروستي راپور کې ویلي چې د خېبر پښتونخوا کوهستان ضلع د تعلیمي هلو ځلو په حواله تر ټولو ورسته پاتې شوې ده. په دغه سیمه کې د زلزلې او سیلابونو له کبله خواوشا ۳۱۵ سکولونه ړنګ شوي وو چې اوس هم په کې ۹۵ سکولونه نه دې رغول شي.

په ضلع کې د زده کړو په اړه د الف اعلان یو چارواکې عمر اورکزی واييچې دا خبره د تعليم وزير مني او د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت يې هم مني چې په کوهستان کې د ۲۰۰۵م په زلزله او د ۲۰۱۰م په سېلاب کې د وران شوو سکولونو د بيا ودانۍ لپاره فنډ نشته.

په کوهستان کې زلزلې او سیلابونو خواوشا ۳۱۵ سکولونه ړنګ کړي وو چې اوس هم په کې ۹۵ سکولونه نه دې رغول شي

بلخوا له دغې سیمې د صوبايي اسمبلۍ غړی عبدالستار خان وايي چې د عوامي نېشنل ګوند په مشرۍ په تېر صوبايي حکومت کې دلته یو شمېر سکولونه جوړ شوي وو خو د صوبې موجوده حکومت د سیمې ستونزو ته پوره پام نه کوي او دلته يي تر ۲۰۰ زيات مکتب سکولونه هم تړلي دي.

خو د خېبر پښتونخوا د واکمن تحریک انصاف ګوند غړی او د بنیادي تعلیم په اړه د صوبې اسمبلۍ د سټېنډینګ کمیټۍ مشر محمد عارف وايي چې دوی د تعلیمي اېمرجنسۍ له مخې په لیرې پرتو سیمو کې ګڼ شمیر سکولونه پرانيستي دي او سکولونو ته يې وسايل ورکړي دي.

کوهستان د خېبر پښتونخوا لیرې پرته سیمه ده چې په ۲۰۱۴م کال کې د صوبې حکومت په دوو ضلعو برکوهستان او کوز کوهستان کې ووېشله خو دلته د تعلیمي ډانچې پر جوړولو لا کار نه دی بشپړ شوی او ډیرې سیمې يې له تعلیمي ادارو بې برخې دي.

XS
SM
MD
LG