د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس د ازادې اروپا راډيو د بهرنیو استازيو قانون په سرغړونه ناغه کړې


د روس يوه عدالت د ازادې اروپا راډيو پر دې تور يو لاک روسي روبل (۱۶۰۰ ډالر) ناغه لګولې چې په وینا یې د بهرنیو رسنیو لپاره چې حکومت یې "بهرني استازي" بولي جوړ پر روسي قانون په عملدارۍ کې پاتې راغلې ده.

د روس يوه عدالت پر ازادې اروپا راډيو په دې تور ناغه لګولي چې په وینا یې د هغو قوانينو پېروي يې نه ده کړې چې حکومت د بهرنیو مطبوعاتو لپاره جوړي کړي دي. د دې قوانينو تر مخه بهرنۍ رسنۍ"بهرني استازي" ګڼل شوي دي. د ازادې اروپا راديو مشر دغه پرېکړه د خبرونوراټولو پروړاندې او د راډيو خبريالانو ژوند ته خطر جوړول بللي دي.

جج د مدافع وکيل هغه غوښتنه رد کړه چې ويل یې د مقدمې اورېدنه دې وځنډوي.

د بهرنيو استازیو په توګه د مطبوعاتو لپاره جوړ شوي د روس قوانين له مخې د دې امکان هم شته چې پر ازادې اروپا راديو او کارکوونکو يې جنايي تورونه پوري او فعاليت ته يې ګواښ پېښ شي. له همدې کبله دا اداره غواړي چې په دې اړه قانوني چاره جويي وکړي.

د روسي قانون له مخې که کومه رسنۍ د بهرني استازي په توګه ونومول شي هغه بايد د خپل فعاليت راپور جمع کړي. که داسې و نه شي نو نه يوازې جريمه پرې لګول کېدای شي بلکې که په قصدي ډول سرغړونکې وبلل شي نو دوه کاله د قید سزا هم ورته اورول کېدای شي.

د ازادې اروپا راديو وکيلانو ويلي چې په قانون کې د وضاحت د نشتوالي له کبله معلومه نه وه چې رپورټ بايد څه وخت جمع کړي. د دې ادارې مشر تامس کېنټ ويلي چې د عدالت دا پرېکړه د روس د هغو هڅو زياتوالی ښيي چې د دې راديو کارونه محدودول او د کارکوونکو په اړه یې د روسانو شکونه راپارول غواړي.

د ازادې اروپا راديو د امريکايي کانګرس په ملاتړ چلېږي. اته میاشتې مخکې د روس عدلیې وزارت ازادې اروپا رادي، امريکا غږ او د دوی ځينې نورې اړوندې راديوګانې د بهرنيوو استازیو په ليست کې واچولې. دا کار د ولسمشر ولاديمېر پوتين له خوا منظور شوي هغه قانون له مخې شوی چې حکومت ته اجازه ورکوي هغه رسنۍ د بهرنيو استازيو په ليست کې واچوي چې له بهره يې مالي ملاتړ کېږي. غربي هېوادونو او د بشري حقونو فعالانو پر دې قانون سختې نيوکې کړې دي.

د ازادې اروپا راديو مشر تامس کېنټ ويلي چې دا ټول قانون له لومړي سره په سياسي بنيادونو جوړ وو او نه یوازې د دې راډيو د خبرونو راټولول یې محدود کړي بلکې په روس کې موجودو همکارانو ته يې خطر هم پېښوي. هغه زياته کړې چې په روس کې فعالو ټولو بهرنيوو مطبوعاتو کې يوازې هغه په ياد ليست کې اچول شوي چې امريکا یې مالي مرسته کوي. د هغه په وینا د امريکا قوانين د ازادې اروپا راډيو صحافتي ازادۍ مخه نه نيسي او دا ګمان په بشپړ ډول غلط دی چې د ازادې اروپا راديو ګوندي د کوم ملک استازي/ايجنټه ده.

د يادونې وړ ده چې امريکا غږ يوه فيډرالي اداره خو د ازادې اروپا راديو پرايوېټ يا شخصي کمپني ده او د امريکې کانګرس يې مالي ملاتړ کوي. د روس پارليمنټ پر دې هم غور کوي چې له بهره پېسې اخيستونکو هغو خبريالانو ته هم دا قانون وغځوي او بهرني استازي يې اعلان کړي چې د مطبوعاتو سره د کار کولو په ترڅ کې له بهره تنخا اخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG