د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر پاکستاني سیاست د ضیاالحق مارشلا اغېز


په اسلام اباد کې د خلکو سره د ضیالحق پوسټر
په اسلام اباد کې د خلکو سره د ضیالحق پوسټر

د جولایي پنځمه هغه نېټه ده چې په پاکستان کې پخواني پوځي مشر ضیاالحق د هغه وخت جمهوري حکومت نسکور کړ او مارشلا یې ولګوله. ضیاالحق ټاکلی وزیراعظم ذولفقار علي بوټو ونیولو او بیا یې وروسته په دار وځړاوه. په سیاسي ګوندونو، د زده کونکیو او مزدورانو په تنظیمونو او رسنیو بندیز ولګېدلو. شنونکي وایي پاکستان ۴۱ کاله وروسته لاهم د هاغې مارشلا له اغېزه نه دی وتلی.

په کراچۍ کې د اردو پوهنتون د ژورنلزم څانګې پخواني مشر توصیف احمد د ۱۹۷۷ د ضیالحق د مارشلا په زمانه کې په سیمه ایزه ورځپاڼه کې کار کولو، د هغه وخت د حالاتو په اړه وایي.

''ذولفقار علي بوټو ایین جوړ کړ، خلکو ته یې بنیادي حقونه ورکړل، د تعلیم په برخه کې یې کار وکړو خو مزاج یې امرانه وو. بوټو په اصل کې په پوځ او په استخباراتي ادارې ډېر باور کاوه، نو ځکه یې په کیڼ اړخو او نېشنل عوامي پارټۍ(نیپ) بندېز لګولی وو او مشران یې ورله جېل ته غورځولي ول. په دې دوران کې بوټو صېب د ټاکنو اعلان وکړو او د ټاکنو له نتیجو وروسته د درغلیو تورنه ولګیدل. د سیاسي ګوندونو اتحاد پي این اې لخوا احتجاجونه پیل کړل خو په پنځم جولایي ۱۹۷۷ کې ذولفقار علي بوټو او د پي این اې مشران په بیا انتخاباتو کولو سلا شول. کله چې پوځ له دې روغې جوړې خبر شو نو ضیالحق رامخته شو او مارشلا یې ولګوله او بوټو یې ونیولو.''

ډاکټر توصیف وایي د جنرل ضیاالحق د مارشلا پرضد سیاسي او جمهوري ګوندونونو تحریکونه او مزاحمت شورو کړ، خو بیا هم د ضیاالحق حکومت یوولس کاله دوام وموند او بیا په ۱۷ اګست ۱۹۸۸ز کال هغه د الوتکې د غورځېدو په پېښه کې مړ شو او واکمني یې پای ته ورسېدله.

د پیپلز پارټۍ یو مخکښ تاج حیدر د هاغې مارشلا په زمانه کې څو څو ځله زندان ته تللی او د ضیالحق پرضد یې په مزاحمتي تحریک کې فعال کردار ادا کړی دی. نوموړي د زیارت په ورځ مشال ریډیو سره په خبرو کې د جولایي پنځمه د پاکستان لپاره توره ورځ وبلله.

''دا زموږ د تاریخ تر ټولو توره ورځ ده. په دې ورځ نه یوازې جمهوریت ختم شو بلکې د ترقۍ پسندۍ مخه ډب کړل شوه. مذهبي انتهاپسندي او تشدد له هغې ورځې راهیسې عام کړل شو. په افغانستان کې لاسوهنه پیل کړل شوه. وسله والې ډلې جوړې شوې او د هاغې ورځې بدې اغېزې تر ننه ګالو.''

اړوند مطالب

"د ذوالفقار علي بوټو د حکومت ختمولو پرېکړه لا پخوا شوې وه"

په پاکستان کې د پوځي عدالتونو تاریخ

'پرويز مشرف ايین مات کړی دی، څنګه به له ملکه وځي'

ډاکتر توصیف هم له دې سره موافق دی او وایي په پاکستان کې روان غېر جمهوري اقدار د جنرل ضیاالحق په وخت کې د شورو شوي د زور کلتور تسلسل دی.

''ضیاالحق د مذهب غلط استعمال وکړ. جماعت اسلامي او اکوړه خټک مدرسې والاو او امریکا یې مرسته وکړه او خودساخته جهاد ته یې وده ورکړه، دا بدترین دور هغه وخت شورو شو، اوس چې په ولسي ادارو کې د پوځي بیورکراسۍ کوم ملاتړي دي او د پوځي جرنیلانو وکالت کوي، دا کلتور د جنرل ضیا له وخته شورو شوی او لا هم روان دی.''

ډاکټر توصیف احمدخان زیاتوي اوس مهال په رسنیو بندیزونه، د پاکستان په بهرنۍ تګلاره کې د پوځ اغېز او د جمهوري نظام په وړاندې ګواښونه د جولایي له هاغې نېټې پیل شوي دي. هغه وایي که د ضیاالحق دور نه وای راغلای نو ښایي نن په پاکستان کې سیاسي حالت بدل وای او دغلته به هم د جمهوري سیسټم په برخه کې د سیالانو هیوادونو په کتار کې وای.

XS
SM
MD
LG