د لاسرسي ځای

"د ذوالفقار علي بوټو د حکومت ختمولو پرېکړه لا پخوا شوې وه"


له نن څخه ۴۰ کاله وړاندې د ۱۹۷۸ مېلادي کال د جولای پر پینځمه نېټه د پاکستان د پوځ پخواني مشر جنرال ضياالحق د هېواد وزيراعظم ذوالفقار علی بوټو له واکه لرې کړ او مارشل لا يې ولګوله. نوموړي د ښاغلي بوټو پرضد د نواب محمد احمد قصوري د وژلو په سازش کې د لاس درلودلو مقدمه جوړه کړه چې په نتيجه کې د سترې محکمې (سپریم کورټ) د فیصلې په رڼا کې هغه په ۱۹۷۹ز کال د اپريل پر څلورمه نېټه په دار و ځړول شو.  ذوالفقار علي بوټو د پيپلز ګوند باني مشر وو او د وزيراعظم تر جوړېدو وروسته يې پرضد يو شمېر ګوندونو د پاکستان نېشنل الاينس په نوم اتحاد جوړ کړ. کله چې په ۱۹۷۷ز کال کې د اسمبلۍ انتخابات وشو نو مخالفه ګوندونو پر ښاغلي بوټو د انتخابي ټګيو تور ولګاوه او احتجاج يې پېل کړ. خو د ذوالفقار علي بوټو او د مخالفه ګوندونو د استازيو ترمنځ د څو پړواوونو خبرې اترې نېږدې نتيجه ورکوله چې پر دې مهال جنرال ضياالحق مارشل لا و لګوله. رېټايرډ برېګېډيير سعد محمد خان هغه وخت په پوځ کې کپتان وو. له نوموړي سره مې د پینځم جولای د مارشل لا په اړه مرکه کړې او په سر کې مې ورڅخه وپوښتل چې د مارشل لا خبر يې څنګه ترلاسه کړ؟

XS
SM
MD
LG