د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننکرهار کې ۲۵ داعش وسله وال وژل شوي


په ننګرهار کې د افغان ځواکونو عملیات.
په ننګرهار کې د افغان ځواکونو عملیات.

د ننګرهار چارواکي وایي چې په اچين او هسکې مېنې ولسواليو کې د هوايي او ځمکنيو بريدونو له امله د داعش وسله والو د يوه قاضي او يوه قوماندان په ګډون د دې ډلې ۲۵ غړي وژل شوي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي شپه عطاالله خوږیاڼي د پنجشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل:

"تېره شپه د اچين ولسوالۍ باندر سيمه کې د هوايي او ځمکنيو بريدونو په ترڅ کې د يوه قاضي او قومندان په ګډون ۲۳ داعش وسله وال وژل شوي دي."

نوموړی زیاتوي چې په ورته وخت کې د هسکې مېنې انګور کلا سيمه کې د داعش وسله والو پر پټنځايونو بې پيلوټه الوتکې بريد کړی، چې له امله يې دوه داعش وسله وال وژل شوي او د دوی يو شمېر سپکې او درنې وسلې لمنځه وړل شوي دي.

داعش وسله والو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG