د شمالي وزیرستان رزمک په یوه مارکېټ کې یوې بمي چادونې لس تنه ژوبل کړي دي. د مشال راډيو خبریال د ځايي چارواکیو له خولې وايي چاودنه پر داسې مهال شوې چې هلته د پاکستان تحریک انصاف یوه امېداور اورنګزېب خان د خپل انتخابي دفتر پرانستنه کوله او خپلو کارکنانو ته یې وینا کوله.
د مشال راډيو خبریال وايي د چاودنې له ځایه سره جوخت په لږ واټن کې د پاکستانیو امنیتي ځواکونو یو کېمپ دی. په شمالي وزیرستان کې په ۲۰۱۴ کال د ځايي او بهرنیو وسله والو پر ضد پاکستانیو ځواکونو د ضرب عضب عملیات پیل کړل چې له کبله یې له سیمې په لکونه ولس خیبر پښتونخوا او افغانستان ته کډه شول، خو په ۲۰۱۷ کال کې پاکستان سرکار اعلان وکړ چې سیمه یې له وسله والو پاکه کړې ده او له هغه پس لوی شمېر کډوال خپلو سیمو ته ستانه شول.