د لاسرسي ځای

تازه خبر

بیلجیم: د ایراني سفارتکار په ګډون درې تنه د بمي برید کولو په تور نیول شوي


په بیلجیم کې د پولیسو عملیات.
په بیلجیم کې د پولیسو عملیات.

د بیلجیم چارواکي ادعا کوي چې د یوه ایراني په ګډون نیول شوې درېو کسانو کسان په فرانس کې د یوې جلاوطن مخالفې ایرانۍ ډلې پر یوه غونډه د بمې برید نیت کړی وو.

د بیلجیم لوی څارنوال او د دغه هېواد استخباراتي ادارې په یو ګډ بیان کې ویلي چې یو ۳۸ کلن نارینه او یوه ۳۳ کلنه ښځه د جون پر ۳۰مه نېټه د بیلجیم پولیسو ونیول.

دغه دواړه به د ترهګر وژنې په هڅه او د یو ترهګر عمل په تیارولو تورن شي.

د جولای په دویمه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي چې په ویانا کې د ایران د سفارت خانې ډپلومېټ په جرمني کې نیول شوی دی.

د راپورونو له مخې درې نور کسان هم په فرانس کې نیول شوي دي.

دا ګرفتاریانې په داسې وخت شوي چې د ایران ولسمشر حسن روحاني اروپا ته خپل سفر پیل کړی دی.

بلخوا د ایران بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ویلي دغه ګرفتاریانې تېراېستونکي کړنې بللي او زیاتوي اوس چې ایرانی ولسمشر د اروپا سفر کوي نو څنګه دومره په اسانۍ سره د مبینه ایرانيو عملیاتو جوړونکي ونیول شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG