د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني: ننګرهار باید په یوه صنعتي ولایت بدل شي


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، ننګرهار باید په یوه صنعتي ولایت بدل شي.

نوموړي دا خبره په دوشنبه د جلال‌اباد په شاهي ماڼۍ کې د ننګرهار ولایت له یوشمېر صنعتکارانو او سوداګرو سره په کتنه کې کړې.

هغه د تولیدي اقتصاد اهمیت ته په اشاره سره د صنعتکارانو او سوداګرو هلې ځلې وستایلې او ور ته‌ یې وویل چې په ځینو برخو کې حکومت او په ځینو نورو کې ستونزه په تاسو کې ده.

ولسمشر غني دغه‌ شان وویل، که سمه پانګونه وشي، حکومت حاضر دی چې د لنډمهال او منځمهال لپاره د کانونو تړونونه تاسې ته درکړي، خو په وینا یې چې ننګرهار باید صنعتي شي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG