د لاسرسي ځای

تازه خبر

کریملین وایي، که د امریکا ولسمشر ټرمپ په راتلونکې سرمشریزه کې د هغه هېواد په صدارتي انتخاباتو کې د روس مداخلت موضوع راپورته کړه نو د روس ولسمشر ولادمیر پوتین دا خبره بیا تکرارولو ته تیار دی چې مسکو د امریکا د ۲۰۱۶م کال په انتخاباتو کې مداخلت نه دی کړی.

سپیني ماڼۍ او کریملین د جون پر ۲۸مه اعلان وکړ چې ولسمشر ټرمپ او د هغه روسي سیال پوتین به د جولای پر ۱۶مه په هیل سینکي کې پر مختلفو معاملو بحث کوي.

د امریکا استخباراتي ادارو ویلي چې ولسمشر پوتین د ۲۰۱۶م کال په انتخاباتو کې د ډیموکریټک ګوند کاندیدي هیلري کلنټن د ناکامه کولو او د خپلې بریال لپاره د انټرنیټي غلا او پروپیګنډې د حکم ورکولو په لړ کې تورن دی.

ولسمشر ټرمپ په مسلسله توګه دا تورونه رد کړې دي چې د هغه ډلې له روس سره په ګډه په انتخاباتو کې د نفوز هڅه کړې وه.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG