د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا کې د یوې ورځپاڼې پر دفتر ډزو پنځه کسان وژلي


د امریکا په میریلینډ ایالت.
د امریکا په میریلینډ ایالت.

د امریکا په میریلینډ ایالت کې یوه وسله وال د یوې ورځپاڼې په دفتر کې ډزې کړې دي چې پکې پینځه کسان وژل شوي او یوشمېر نور ژوبل دي.

د پنجشنبې پر ماښام په اناپلېس کې د کیپېټل ګزېټ په نوم د ورځپاڼې په دفتر کې شوې پېښه د امریکا په تاریخ کې پر خبریالانو تر ټولو خونړی برید بلل کېږي.

پولیسو دا مشکوک بریدګر نیولی دی.

د میرلینډ والي لیري هوګان پر ټوېټر په بیان کې لیکلي چې حملې زښت خواشینی کړی دی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې سېرا سینډرز پر ټوېټر ولیکل چې پر هغو بې ګناه خبریالانو برید چې خپل کار کوي، پر هر امریکايي د حملې معنا لري.

پولیس وايي، نیول شوی مشکوک کس سپین پوستی دی او د ورځپاڼې دفتر ته پر ټولنیزو رسنیو د تاوتریخوالي ګواښونه شوي ول.

دوی زیاتوي چې دا پر کیپېټل ګزېټ ورځپاڼې هدفي حمله وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG