د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا وايي پاکستان د وسله والو ضد له زړه ګامونه نه اخلي


ولسمشر ډونلډ ټرمپ
ولسمشر ډونلډ ټرمپ

د امریکا یو لوړپوړي چارواکي ویلي ، پاکستان د امریکا د دې غوښتنو پوره کولو لپاره له زړه ګامونه نه پورته کوي چې افغان طالبان او حقاني شبکه دې پر خپله خاوره له فعالیته وګرځوي.

دې امریکايي چارواکي دا څرګندونې د جمعې په ورځ ناوخته رویټرز او فرانس پریس خبري اژانسته د نوم نه ښودلو په شرط کړې دي.

نوموړي دا خبره هغه وخت کړې چې د پاکستان په اړه یې د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اعلان کړې تګلارې په اړه د پاکستان د هڅو جاج اخیستنې پرمهال کړې ده.

امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېر کال ویلي وو چې دوی به له پاکستان سره دوه اربه کلنۍ پوځي مرستې تر هغه وخته ایسار کړي چې پاکستان – پر خپله خاوره د وسله والو ډلو ضد - نور څرګند ګامونه نه وي اخیستي.

دې چارواکي ویلي ، پاکستانیانو ځان داسې ښودل غوښتي چې ګواکې دوي ګامونه اخلي خو په اصل کې یې د دې لپاره له زړه ګامونه نه دي اخیستي.

نوموړي زیاته کړې چې پاکستانیو چارواکو د امریکا د غوښتنو لپاره په خپل سر داسې ګامونه نه دي اخیستي کوم چې دوي اخیستلای شي.

اژانسونو د دې چارواکي له خولې لیکلي چې امریکا په ځانګړې توګه له پاکستان څخه غواړي چې د هغو طالب مشرانو پرضد ګامونه واخلي کوم چې په افغانستان کې اور ته لمن وهي او د امن د خبرو اترو مخالفت کوي.

خو د ده په وینا ، داسې ښکاري چې د پاکستان قوي امنیتي ادارې اوس هم د افغان طالبانو ملاتړ کوي هغه ځکه چې دوي طالبان په افغانستان کې د خپلو ګټو یانې هندي نفوذ مخه نیولو لپاره مهم بولي.

دې امریکايي چارواکي په څرګنده ویلي چې دوي له پاکستان څخه غواړي چې د حقاني شبکې او طالبانو د پټنځایونو پرضد یوازې خبرې ونکړي بلکې جدي ګامونه واخلي.

د ده په وینا ، د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ اداره دې ته تیاره ده چې – پاکستان ته – نور وخت ورکړي او دې ته نور وخت په کار هم دی.

د امریکايي حکومت له خوا د پاکستان په اړه دا له هغه وروسته تازه څرګندونې دي چې واشنګټن د ځینو اتحادي هیوادونو په ملتیا هڅه وکړه چې پاکستان په هغه لسټ کې واچوي چې د ترهګرو ډلو د مالي سرچینو پرضد اړین ګامونه نه اخلي.

په نړۍ کې د غیرقانوني پیسو پر راکړه ورکړه نظر لرونکې ادارې فايننشل اېکشن ټاسک فورس د ۲۰۱۸م کال په فبروري مياشت کې پرېکړه وکړه چې پاکستان به د روان کال په جون میاشت کې په یاد - خړ لسټ -کې واچوي.

فايننشل اېکشن ټاسک فورس ادارې تر اوسه یوازې ایران او شمالي کوریا په خپل تور لسټ کې اچولي دي.

د یادې ادارې په تور لسټ کې د اچول کېدو اغېز دا وي چې نه یوازې د یاد هیواد مالي سرچینې او راکړه ورکړه څارل کېږي بلکې هلته نړیواله پانګونه او کاروبارونه له یوشمېر خنډونو او بندېزونو سره مخامخ وي.

XS
SM
MD
LG