د هلمند د سولې کاروان غړي د خپلو غوښتنو لپاره د امریکا ولس ته یو لیک استوي.
د دغه ولسي غوځښت ویاند، بسم الله وطن دوست د چارشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل، د امریکا سفارت مخې ته د احتجاج له لارې غواړي چې خپل پیغام د امریکا خلکو ته ورسوي چې حکومت یې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره څه کړي دي.
وطن دوست زیاته کړه چې په کابل کې د امریکا سفارت د خبرو او کتنې غوښتنه کړې خو دوی لا مثبت ځواب نه دی ورکړی.
په کابل کې د امریکا سفارت مخې ته د هلمند د سولې کاروان د غړو د پرلت نن دوهمه ورځ ده.
تر دې مخکې دوی په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر مخې ته درې ورځې پرلت غځولې و.
د سولې ولسي حرکت په هلمند ولایت کې د یو برید وروسته رامنځ ته شو.
په دغه برید کې په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله رسېدلې وه.
دوی په افغانستان کې د جګړې د درېدو او د جنګ بندۍ غوښتنه کوي.