د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پخوانۍ فاټا کې به د صوبايي اسمبلۍ ټاکنې کال کې دننه کېږي”


د پاکستان د انتخاباتو کمېشن بورډ
د پاکستان د انتخاباتو کمېشن بورډ

د متحده قبایل ګوند یو پلاوي د خیبر پښتونخوا په صوبایي اسمبلۍ کې د استازیتوب پر موضوع د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د انتخاباتو کمیشن له چارواکو سره ملاقاتونه کړي دي.

د یاد ګوند پلاوي غوښتنه کړې چې په پخوانیو قبایلي سیمو کې دې د صوبايي اسمبلۍ انتخابات هم د جولايي پر ۲۵مه ترسره شي.

د پاکستان الیکشن کمیشن د شنبې په ورځ په یو خبرپاڼه کې ویلي چې د متحده قبایل ګوند یو پلاوي د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د یادې ادارې له چارواکو سره تر فاټا انضمام وروسته د قومي اسمبلۍ له انتخاباتو سره سره د صوبې په اسمبلۍ کې هم د نمایندګۍ پر موضوع خپل دریځ شریک کړی دی.

د متحده قبایل ګوند له خوا د جون پر ۲۱مه په اسلام اباد کې د پریس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره هم شوې وه.

د یاد ګوند مرستیال مشر حبیب نور اورکزي په وینا کې غوښتنه کړې وه چې په قبایلي سیمو کې دې بلدیاتي انتخابات هم ترسره شي.

د الیکشن کمېشن په خبرپاڼه کې راغلي چې یاده ادارې د متحده قبایل غړي خبر کړي دي چې د ملک له اساسي قانون سره سم به د ۲۰۱۸م تر انتخاباتو وروسته په یو کال کې دننه د پخوانیو قبایلي سیمو د ۱۶ صوبايي اسمبلۍ چوکیو لپاره د حلقه بندیو کار سر ته ورسوي.

د کمیشن چارواکیو د متحده قبایل ګوند پلاوي ته ډاډ ورکړی چې د صوبې د اسمبلۍ د انتخاباتو زر تر زره کولو لپاره به ټولې ممکنې هڅې کوي.

د پاکستان پارلیمان او د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د ۲۰۱۸م کال د مۍ په میاشت کې د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا کې د ورګډولو په اړه قانوني مسوده منظوره کړه.

له دې قانوني مسودې سره سم پخوانیو قبایلي سیمو ته په صوبايي اسمبلۍ کې۲۱ چوکۍ ورکړل شوي دي چې ۱۶ پکې عامې ، ۴ د مېرمنو لپاره ځانګړې او یوه د مذهبي لږکیو لپاره ده.

حکومت ویلي وو چې پر دې چوکیو به انتخابات د ۲۰۱۹م کال په پیل کې ترسره کوي.

XS
SM
MD
LG