د لاسرسي ځای

تازه خبر

علي وزیر د عمران خان د ټکټ وړاندیز رد کړی دی


د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ مشر علي وزیر
د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ مشر علي وزیر

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزیر وايي، د تحریک انصاف مشر عمران خان د ټکټ وړاندیز ورته کړی خو ده انکار کړی دی.

علي وزیر بېګا پر ټولنیزو رسنیو پخ خپاره کړي ویډیويي پېغام کې ویلي چې عمران خان وړاندیز دوې ورځې وړاندې پر ټلیفون ورته کړی وو.

علي وزیر وویل، دی ولس ته وضاحت کوي چې د کامیابۍ په صورت کې پارلېمان ته د تګ مانا دا نه ده چې دی د پښتون ژغورنې غورځنګ له دریځه پر شا شوی دی.

د یادونې وړ ده چې علي وزیر له جنوبي وزیرستانه په ازاد حثیت د پاکستان قومي اسمبلۍ لپاره په انتخاباتو کې ولاړ دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG