د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د نشه یي موادو پیداوار زیات شوی


په افغانستان کې د نشه یي موادو پر ضد کمپاین.
په افغانستان کې د نشه یي موادو پر ضد کمپاین.

د ملګرو ملتونو د نشه يي موادو او جرمونو ضد د مبارزې اداره وايي، په افغانستان او کولمبیا کې د نشه يي موادو په پیداوار کې په لوړه پیمانه زیاتوالی راغلی دی.

د یادې ادارې له خوا د سېنبې په ورځ په خپاره شوي رپوټ کې ویل شوي چې له ۲۰۱۶م څخه تر ۲۰۱۷م کال پورې په دې هېوادونو کې د نشيي موادو په پیداوار کې ۶۵ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

تر دې مخکې د دوشنبې په ورځ په کابل کې د نشه يي موادو پر ضد د مبارزې وزارت هم منلې وه چې په افغانستان کې په وروستیو کې د نشه يي موادو پیداوار او کارول زیات شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG