د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پخوانیو قبایلي سیمو کې د انتظامي دندو نومونه بدل شوي


د قبایلي سیمو نقشه.

د خیبر پښتونخوا حکومت په پخوانیو قبایلي سیمو کې د پولیټکل ایجنټ او مرستیال پولیټکل ایجنټ د عهدې نوم بدل کړی دی.

دا اعلان نن د جمعې په ورځ د خیبر پښتوخوا د کورنیو چارو د محکمې له خوا په خپره کړې حکم نامه کې شوی دی.

په حکمنامه کې ویل شوي چې اوس به پولیټکل ایجنټ ته ډپټي کمشنر او مرستیال پولیټکل ایجنټ ته به مرستیال ډپتي کمشنر وي.

دا ګام له هغه وروسته پورته شوی دی چې د پاکستان په آیین کې تر بدلون وروسته پخوانۍ قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا کې شاملې کړل شوې.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

  • مهرباني وکړئ د خپل اکاونټ ساتنې پوښتنه ځواب کړئ *

XS
SM
MD
LG