د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایلي کاندیدان: الېکشن کمېشن کم ووټران رجسټر کړي


قبایلي سیمې چې اوس په خېبر پښتونخوا صوبه کې ضم کړل شوي دي.
قبایلي سیمې چې اوس په خېبر پښتونخوا صوبه کې ضم کړل شوي دي.

اسلام اباد ـ د جولای ۲۵ مې نېټې پارلیماني انتخاباتو ته ولاړ د قبایلي سیمو کاندیدان وايي، دا چې د پاکستان د انتخاباتو کمېشن په کم شمېر کې د ووټرانو اندراج کړی دی نو له همدې وجې به امیدواران کمې رایې تر لاسه کوي.

دغه کاندیدان وايي، الېکشن کمېشن ورته ویلي چې په دغو انتخاباتو کې به ۲۳ لکه خلک د رایو ورکولو جوګه وي چې پکې د نهه لکه نه زیاتې مېرمنې هم شاملې دي.

نثار مومند له مومندو ځان راتلونکیو انتخاباتو له کاندید کړی، هغه وايي، که د ووټرانو صحیح اندراج شوی وای، نو یواځې په درېوو سیمو باجوړ، خېبر او کورمه کې به د رایو ورکونکیو شمېره ۲۳ لکه وای.

د نوموړي په وينا په قبايلي سيمو کې د بې روزګارۍ او بد امنۍ له وجې زياتره خلک د ملک په نورو بندوبستي سيمو کې ژوند کوي او الېکشن کمېشن دوی هم دغه علاقو کې راجستر کړي دي چې اثر يي په قبايلي سيمو کې د رایو ورکونکیو شمېره کمه شوې ده.

د شمالي وزيرستان نه د جميعت علماء اسلام (س) ډلې کانديد قسمت خان وزير وايي، د سېمې په زرګونو کورنۍ يې اوس هم د خېبرپښتونخوا مختلفو برخو نه علاوه په افغانستان کې د کډوالۍ ژوند کوي چې کمېشن نه دي راجستر کړي.

بلخوا د الېکشن کمېشن ېو چارواکی خورشيد عالم وايي، ادارې يې په هره قبایلي سیمه کې د ووټ درج کولو لپاره مرکزونه پرانیستي وو او چې څومره خلک هم دغو مرکزونو ته ورغلي، د اسنادونو له کره والي وروسته یې درج کړي دي.

د نوموړي وينا وه، د قبايلي سيمو مشرانو له پکار وو چې د خپلو سيمو خلک یې پر وخت خبر کړي وای، ځکه چې الېکشن کمېشن خو په زوره په چا ووټ نه شي درج کولی.

په پاکستان کې د ۲۰۱۷ م کال سرشمېرنه کې د قبايلي سيمو ابادي څه د پاسه ۵۰ لکه ښودلې شوې وه خو د سېمې مشرانو بیا په دې شمېره اعتراضونه کول او ویل یې چې د قبایلیانو ټوله شمېره له یو کروړه اوښتې ده.

د الېکشن کمېشن د شميرې ترمخه په قبايلي سيمو کې تر ټولو زيات راېه ورکونکي په خېبر اېجنسۍ کې درج کړل شوي چې شمېره يي قريبا پنځه لکه ده، په دوهم لمبر باجوړ سیمه ده چې شميره يې څلور نيمو لکو نه زياته ده.

XS
SM
MD
LG