د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین ۳۰ کمپنۍ او ۱۴ وګړي په تور لسټ کې شامل کړل


د اوکراین بیرق.
د اوکراین بیرق.

د اوکراین حکومت نور ۳۰ قانوني کمپنۍ او ۱۴ وګړي په خپل هغه تور لسټ کې شامل کړل چې د ماسکو لخوا د کریمیا د الحاق او د اوکراین په ختیځ کې د بیلتون پالو د ملاتړ په نتیجه کې پرېبندیز لګول شوی وو.

د اوکراین د ملي امنیت او دفاع شورا د شنبې په ورځ د دغو کسانو لسټ خپور کړ چې له مخې یې اوس ټول ټال ۱۷۵۹ انفرادي کسان او ۷۸۶ قانوني کمپنۍ په دې تور لسټ کې شاملې دي.

په دې لست کې د نویو شاملو شویو په لړ کې د روس سیاسي ګوندونه او نورې ادارې هم شته چې په کریمیا کې د روس د انتخاباتو په ترسره کیدو کې ښکیل ول.

د روس د مرکزي انتخاباتو کمیشن ، د متحده روس ګوند ، د روس د لیبرل دیموکرات ګوند ، د روس کمونست ګوند او ځیني نور په دې لسټ کې شامل شوي دي.

له ۲۰۱۴م کال راهیسې چې د اوکراین په ختیځ کې د حکومت او بیلتون پالو ترمنځ جګړه پیل شوې تر ۱۰۳۰۰ ډېر کسان هلته وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG