د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان په افغانستان کې د اختر پر مهال د اوربند هر کلی کوي


د پاکستان بهرنېو چارو وزارت وياند ډاکټر محمد فیصل
د پاکستان بهرنېو چارو وزارت وياند ډاکټر محمد فیصل

د پاکستان د باهرنېو چارو وزارت وايي د ورکوټي اختر په موقعه د افغان حکومت او طالبانو ترمينځه اوربند ېو مثبت پرمختګ وو او پاکستان د داسې ګامونو نه صرف مرسته بلکې هرکلی هم کوي.

نن د زيارت په ورځ اونيزې خبري غونډې پرمهال د پاکستان بهرنېو چارو وزارت وياند ډاکټر محمد فیصل وينا وه په افغانستان کې د امن او کرارۍ پحقله د پاکستان دريځ ډېر واضحه دی افغانستان کې امن د افغانانو په مشرۍ او واک کې کېدونکو خبرو اترو د لارې راتللې شي او دې لړ کې پاکستان هر قسمه مرستو ته تيار دې.

د نوموړي وينا وه د اختر په موقعه د افغان حکومت او طالبانو ترمينځه اوربند ېو مثبت پرمختګ وو او پاکستان يې هرکلې کوي.

د پاکستان او افغانستان ترمېنځه د جوړې کړې شوو کاري ډلو پحقله د ېوې پښتنې په ځواب کې ډاکټر فېصل وويل د امن او سوکالۍ لپاره پاکستان او افغانستان په څوارلسم (۱۴)م د مۍ د دوه اړخيزو همکاريوو پلان بشپړ کړو او دې لړ کې يې پنځه (۵) کاري ډلې جوړې کړې د کومو ترمېنځه چې ملاقاتونه هم شوي دي د دواړو ملکونو ترمېنځه په پوځي کچ جوړ کړې شوې کاري ډلې په ړومبي ملاقات کې دا فېصله کړې وه چې پاکستان به په کابل او افغانستان به په اسلام اباد کې خپل لېزان افسران تعينات کوي.

د ذکر ده چې د اپرېل په شپږمه (۶) د پاکستان پخوانې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي کابل ته تللی وو او هلته یې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني سره سلا کړې وه چې د ترهګرۍ سره مبارزې لپاره پېل کړی پلان به زر عملي کوي.

له دغې ورستو د مې په ۱۴مه نه صرف د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزي د پاکستان خارجه سکرېترې تهمینه جنجوعه سره په اسلام اباد کې ملاقات کړې وو بلکه د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنيف اتمر، د کورنیو چارو وزیر ويس برمک او استخباراتي اداري (اېن ډي اېس) مشر معصوم ستانکزی د جون په ۱۹مه او د مۍ په اوويشتمه (۲۷)مه د پاکستان سفر پرمهال اعلې پوځي او سياسي چارواکو سره ليدلي وو او د خپلمنځيو کاري ډلو راشه درشه تېزلو او امنيتي مرستو په زياتولو يې خبرې کړې وې.

د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د کابل سفر پحقله د ډاکټر فېصل وينا وه چې دا ډير مهم سفر وو او دواړه ملکونه سره په دې سلاح شو چې خپلمېنځي همکاريوو پلان به په صحيح توګه عملي کوي چې ګټورې نتيجې يې راووځي.

د نوموړي وينا وه په دولسم جون جنرال قمر جاوېد باجوه د خارجه سيکترې او د استخباراتي ادارې ای اېس ای مشر سره کابل ته تللې وو او د افغانستان مشرولۍ سره يې د دواړ ملکونو په اړيکو، سولې او د امنيت په چارو خبرې کړې وې او د پوځ مشر وينا وه چې د افغانستان حکومت سره به خپلې هر قسمه مرستې جاري ساتي.

د تحريک طالبان پاکستان پخواني مشر ملا فضل الله د وژنې پحقله ډاکټر فیصل وويل د نوموړي وژنې خبر نه صرف د ټول ملک بلکې د هغه کورنیو لپاره ېو ښه زيری دی د چا خپل خپلوان چې د ېادې ناقانونه ډلې د ترهګرۍ په پېښو کې وژلې شوي وو.

نور ولولئ

''پاکستان او افغانستان په ګډه کار کولو ته سلا شوي دي''

پاکستان هم د امریکايي ډپلوماټانو پر ګرځېدلو محدویتونه ولګول

فیصل: پاکستان له امريکا سره پر مختلفو چارو خبرې کوي

XS
SM
MD
LG