د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان هم د امریکايي ډپلوماټانو پر ګرځېدلو محدویتونه ولګول


د پاکستان حکومت هم د غبرګون په توګه هلته د امریکا د سفارتکارانو پر ګرځېدلو محدویتونه لګولي دي.

اسوشیېټیډ پریس خبر ورکړی دی چې د پاکستاني حکومت له خوا په دې اړه په اسلام اباد کې د امریکا سفارت ته یو لیک لېږل شوی دی.

د اژانس په وینا ، د پاکستان حکومت دا ګام له هغه وروسته پورته کړی دی چې د امریکا حکومت پاکستانیو سفارتکارانو ته شرط یښې چې که له خپلې سفارتخانې څخه تر ۲۵ میله زیاتسفر کول غواړي نو به پنځه ورځې وړاندې د دې رسمي اجازه اخلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل د پنجشنبې په ورځ د دې پخلی وکړ چې امریکا د پاکستانیو سفارتکارانو تګ راتګ محدود کړی دی

ده وویل، “د مې له ۱۱مې چې پر پاکستانیو سفارتکارانو کوم محدودیتونو اعلان شوی هغه به عملي شي او په دې اړه زموږ له امریکايي چارواکو سره خبرې اترې روانې دي”.

د سیاسي او نړیوالو اړیکو کارپوهان وايي چې دا ګامونه ښايي د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ وار له مخه کړکېچنې اړیکې لا پسې خرابې کړي.

د پاکستان پخوانی سفیر ایاز وزیر وايي ، په دې کار پیل امریکا کړی وو او هغوی باید داسې نه وای کړي.

د ده په وینا ، د امریکا له خوا چې کوم ګام پورته شوی په سفارتي چارو کې د هغه هم داسې ځواب وي لکه څنګه چې پاکستان پورته کړی دی.

خو ایاز وزیر وویل چې دا پورته شوي ګامونه د دواړو هیوادونو د اړیکو لپاره یو بد خبر دی او دا اړیکې به لا خرابې کړي.

دا تر اوسه نده څرګنده چې د دې ګامونه پورته کولو لامل څه دی خو دا له هغه وروسته ده چې پاکستان د جوزف ایمانیول هال په نامه هغهامریکايي ډپلوماټ ته له ملک څخه د وتلو اجازه ورنکړه د کوم له موټر سره چې په ټکر کې یو پاکستانی موټرسایکل سپور کس وژل شوی وو.

د پاکستان او امریکا اړیکې د ۲۰۱۸م کال په پیل کې له هغه وروسته ډېرې کړکېچنې شوې چې امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل ، پاکستان د امریکا د اربونو ډالرو مرستو په بدل کې یوازې دوکه ورکړې ده.

د پاکستان حکومت د امریکا دا ترو رد کړی وو او ویلي یې وو چې د امریکا مرستې په اصل کې د ترهکرۍ ضد جګړه کې پاکستان ته د رسېدلي زیان ازاله ده.

XS
SM
MD
LG