د لاسرسي ځای

تازه خبر

انګلېنډ په کرکټ لوبه کې ریکارد جوړ کړ


د اسټرالیا کرکټ تیم.
د اسټرالیا کرکټ تیم.

د انګلېنډ په ناټينګم کې د سېشنبې په ورځ کوربه کرکټ لوبډلې اسټراليا ته په ۲۴۲ منډو ماتې ورکړه.

په دې ۵۰ اووريزه لوبه کې لومړی بېټينګ انګلېنډ وکړ. د اليکس هېلز د ۱۴۷ او جېمز بيسټو د ۱۳۹ منډو په مټ يې د شپږو لوبغاړو په اوټ کېدو ۴۸۱ منډې جوړې کړي چې تر اوسه د کرکټ په تاریخ کې په ۵۰ اوویزو لوبه کې دا لومړی ځل دی چې ۴۸۱مندې جوړې شوي دي.

په ځواب کې يې د اسټراليا ټول لوبغاړي په ۳۷م اوور کې په ۲۳۹ منډو اوټ شول.

د څلورو لوبو په دې سياليوو کې دا دوهمه لوبه دې چې انګلينډ يې ګټي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG