د لاسرسي ځای

تازه خبر

کاکاجي: د اډیالې بندیان خوشې کړئ ګنې احتجاج پیلوو


د پي ټي اېم ګرفتار غړي په سېشنبه عدالت ته یووړل شول، یوه غړی د بري نښه جوړه کړې.
د پي ټي اېم ګرفتار غړي په سېشنبه عدالت ته یووړل شول، یوه غړی د بري نښه جوړه کړې.

پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ ځینو مرکزي مشرانو په اسلام اباد کې یوه خبري کنفرانس کې له پاکستان سرکاره غوښتنه وکړه چې د دوی او پښتون تحفظ موومنټ ګرفتار غړي دې ژر تر ژره خوشې کړي کنه نو د پلازمېنې په ګډون په ټول ملک کې به احتجاج وکړي.

د پښتونخوا معپ یوه مرکزي مشر خورشید کاکاجي خبري غونډې ته په خپلو څرګندونو کې تور ولګاوه چې د دوی او پي ټي اېم پر غړيو باندې درواغجنې مقدمې کښل شوې او هغوی یې د ترهګرۍ عدالت ته راکښ کړي دي.

د نوموړي په وینا چې نیول شوي کسان ډاکټران دي، پي اېچ ډي سکالران دي او ګڼ نور یې لوړې زده کړې کوي.

نیول شوي کسان د ګل په ورځ په پیښور کې عدالت ته هم وړاندی کړل شوي وو. خو عدالت دغه مقدمه د ترهه ګرۍ ضد عدالت ته وسپارله. د نیول شویو فعالانو وکیل حافظ فضل رحیم ایډوکیټ په دغه اړه وویل، هیله من دی چې نیول شوي کسان به نن په چارشنبه خوشې کړل شي.

د پښتونخوا معپ د اسلام اباد څانګې ویاند بریال وطنپال مشال راډیو ته وویل، په اصل کې پېشي تر اختر دوې ورځې مخکې وله خو دواړه ججان پر رخصتۍ ول نو اوس هیله ده چې په چارشنبه به یې ملګري عدالت ته پېش کړل شي.دی زیاتوي چې له سرکاري جرګې سره هم په تماس کې دي چې له دوی سره یې د بندیانو راخوشېکولو ژمنه کړې وه.

د پښتون تحفظ مومنټ مشر منظور پښتین په دوشنبه ناوخته پر خپل فېسبوک په خپاره کړي بیان کې ویلي ول که یې ملګري تر ۲۰م جون پورې راخوشې نه کړل شول نو په ټول پاکستان کې به پرلتونه او احتجاجونه پیلوي. د دغه غورځنګ یوه بل مخکښ محسن داوړ هم تېره اونۍ مشال راډیو ته ویلي ول، حکومت یې د ملګرو پرېښودلو ژمنه پوره نه کړه او وروستو له دې دوی کېدای شي له سرکاري جرګې سره د خبرو اترو لړۍ ته دوام ور نه کړي.

دغه کسان شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې هغه وخت نيول شوي ول کله چې يې د اسلام اباد پريس کلب مخې ته د واڼه د پېښې په اړه مظاهره کوله.

په واڼه کې د جون پر درېمه نېټه وسله والو طالبانو چې پوځ يې امن کمېټۍ يادوي د پښتون تحفظ موومېنټ پر مشر علي وزير او د هغه پر ملاتړو بريد وکړ چې پکې مرګ ژوبله هم شوې وه.

پوليس وايی چې مظاهرچيانو د رياست ضد نعرې وهلې ځکه يې پر هغوی د ترهګرۍ مقدمه جوړه کړه.

خو پښتون تحفظ موومېنټ دا تور نه مني.

مشال راډیو چې د پاکستان کورنیو چارو نګران وفاقي وزیر اعظم خان سره تماس ونیولو، نو هغه وویل، په دغه معامله ورسره ډېر مالومات نه شته او زیاتوي چې په دې معامله به ځان پوهه وي.

د یادونې وړ ده چې د بخښنې نړیوال سازمان امنسټي انټرنېشنل هم په اسلام اباد کې پر زده کوونکیو درج شوې مقدمې غندلې دي او د دوی د خوشې کولو غوښتنه يې کړی ده.

نور ولولئ

بخښنې نړیوال سازمان: د پښتون ژغورنې غورځنګ بندیان ژر پرېږدئ

لورلایي: له اډیاله بندیانو سره پیوستون په انساني ځنځیر

XS
SM
MD
LG