د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن د نوماندانو اسنادونه څېړي


د جولای ۲۵مې انتخاباتو ته زرګونه نوماندان په میدان کې دي.
د جولای ۲۵مې انتخاباتو ته زرګونه نوماندان په میدان کې دي.

پراګ ـ د پاکستان د انتخاباتو کمېشن وايي د راتلونکیو عامو انتخاباتو لپاره د امیدوارانو لخوا جمع کړل شویو نامزدګۍ کاغذونو جانچ پړتال به د نهې ورځې پورې مکمل کړي.

د یکشنبې پر ورځ، د پاکستان سرکاري ریډیو د انتخاباتو د کمېشن په حواله خبر ورکړی چې په هېواد کې د قامي او صوبايي اسمبلیو لپاره ټول یویشت نیم زره امیدوارانو کاغذونه جمع کړي چې پکې د قامي اسمبلۍ د ۳۴۲ چوکیو لپاره څه د پاڅه ۶۰۰۰ امیدواران میدان ته وتلي دي.

اړونده مطالب

انتخاباتي کمېشن: د پاکستان سږنیو ټاکنو امنیت لپاره پوځ ځای پر ځای کېږي
ښځې په انتخاباتو کې څه جیلنجونه لري؟
د خېبر پښتونخوا نګران وزيراعلی د ټاکنو د شفافیت وعده وکړه
نګران وزیراعظم وايي انتخابات په خپل وخت کېږي

د انتخاباتي کمېشن د اعلان ترمخه د نامزدګۍ د کاغذونو د منل کېدو یا نه منل کېدو خلاف اپیلونه به د روانې میاشتې تر ۲۲ مې جمع کېدلی شي. دا راز امیدواران د دې میاشتې په ۲۹ خپل کاغذونه واپس اخیستلی شي او هم په دغه ورځ به د حتمي امیدوارانو لېسټ جاري کېږي.

په پاکستان کې راتلونکي عام انتخابات د جولای په ۲۵ مه نیټه اعلان شوي دي.

XS
SM
MD
LG