د لاسرسي ځای

تازه خبر

نګران وزیراعظم وايي انتخابات په خپل وخت کېږي


د پاکستان نګران وزیراعظم جسټس ناصرالملک ته د سوات چارواکي هرکلی وايي.
د پاکستان نګران وزیراعظم جسټس ناصرالملک ته د سوات چارواکي هرکلی وايي.

سوات: د پاکستان نګران وزیراعظم ناصرالملک د یکشنبې پر ورځ په سوات کې خبریالانو سره د خبرو پر مهال ویلي چې راتلونکې پارلیماني ټولټاکنې به په خپل ټاکلي وخت ترسره شي.

ناصرالملک چې د پاکستان د سترې محکمې پخوانی مشر قاضي پاتې شوی او تعلق یې د سوات سیمې سره دی، د جون په لومړۍ نېټه د نګران وزیراعظم په حیث لوړه کړې وه او له هغې وروسته یې سوات ته دا لومړی سفر دی.

نوموړي د سوات په ګلکده کې په خپل کور کې د خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل چې دی به خپله دنده چې د ایین مطابق ورته د دوو میاشتو لپاره ورسپارل شوېده، تر سره کوي او د راتلونکیو پارلیماني انتخاباتو په وخت ترسره کېدو لپاره به خپلې هڅې جاري ساتي.

د سوات چارواکو په سیدو شریف کې د نګران وزیراعظم هرکلی وکړ.
د سوات چارواکو په سیدو شریف کې د نګران وزیراعظم هرکلی وکړ.

ناصرالملک د یکشنبې پر ورځ په سوات کې د ځايي مشرانو سره هم وکتل او د هغوی څرګندونې یې واورېدلې. د سوات په سیدو شریف کې ورته ناظم اعلی محمدعلي شا او د ملاکنډ کمېشنر ښه راغلاست وویلو.

سوات ته د نګران وزیراعظم سفر یو نېک فال او زېری ګڼو. هیله لرو چې راتلونکي انتخابات به په خپل ټاکلي وخت ترسره شي.
پخوانی صوبايي وزیر واجد علي شاه

دسوات یو قومي مشر او پخواني صوبايي وزیر واجد علي شاه مشال راډیو ته وویل چې سوات ته د نګران وزیراعظم سفر یو نېک فال او زېری ګڼي. دوی هیله ښکاره کړه چې ناصرالملک به د نګران وزیراعظم په توګه خپله دنده په پوره ایماندارۍ سر ته ورسوي او راتلونکي انتخابات به په خپل ټاکلي وخت ترسره شي. په پاکستان کې راتلونکي پارلیماني انتخابات د جولای په ۲۵ مه نېټه اعلان شوي دي.

نګران وزیر اعظم پخوانی چیف جسټس ناصر الملک په ۱۹۵۰ کال د اګست په ۱۷ مه د سوات په مینګوره کې زیږېدلی. نوموړی په ۲۰۰۵ کال د سپریم کورټ جج ټاکل شوی وو او یو له هغه ججانو دی چې د ۲۰۰۷ ز کال پر درېم نومبر یې د پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف تر اییني فرمان (پي سي او) لاندې له سوګند کولو انکار کړی وو.

XS
SM
MD
LG